د لرغونو اثارو قاچاق
پوښتنه
د لرغونو اثارو او نورو موندل شوی شیانو خرڅلاو او په عموم کې د هغو تجارت کول حکم څه دی؟
ځواب
د لرغونو اثارو تجارت او يا د هغو خرڅولو، اخیستل، په تحفه ورکول او داسی نور تصرف کول د شريعت له نظره جواز نه لري، مګر په هغه شروطو چې ولی الامر لخوا اجازه ورکړل شوي او قانون د عمومي مصلحت لپاره تنظيم کړي وي، حتی که څوک یې په خپله ځمکه کې ومومي هم؛ ځکه چې د ځمکې د ملکیت انتقال په ځمکه کې د ښخو لرغونو اثارو د ملکیت لیږ له ځانه سره نه لري،مګر داچې اوسنی مالک د لرغوني آثار ترټول د لومړني مالک له وارثانو څخه وي - او دا هېڅ کوم امکان نلري – او حتی که دا ثابت هم شي چې هغه د لومړي مالک له وارثانو څخه دی؛ بیا هم د ډیری اعتباراتو له وجه ملکیت نه ورته ثابتیږي، نو په دې ډول اوسني مالک ته د لرغوني اثر ملکيت انتقال ونه شو، نو له همدي کبله لرغونې آثار عام مال دی، او دا یو برخه ده چې باید دولت ته وسپارل شي، او دا هغه څه دي چې په مصر کې په فتوا او قضاء پرې عمل کیږي.
والله سبحانه وتعالى أعلم.