د مسلمانانو د وینو مصونیت

Egypt's Dar Al-Ifta

د مسلمانانو د وینو مصونیت

پوښتنه

آیا یوازې ګناه یا د ایمان ضعف د هغه مسلمان وینه تویول مباح کوي چې ګواهي ورکړي «لا إله إلا الله وأن سيدنا محمدًا رسول الله»؟ او آیا یوازي دا شهادت د خدایﷻ په نزد د منلو وړ دی او که نه؟

ځواب

مخکني او اوسنې ټول علماوو په دې اتفاق لري چې اسلام وصف هر هغه چا کیږي چې شهادتین ووايي او له  همدی امله بیا د هغه وينه، مال او عزت خوندي دی، که څه هم هغه ګناهګار وي؛ او نبی کریمﷺ په هغه  حديث کې د انس بن مالک رضي الله عنه څخه ابو داود روايت کړی د ايمان په مسئله کې د ګناهونو او نافرمانۍ مقام په  په ګوته وکړی، انس بن مالک رضی الله عنه ویلي: رسول اللهﷺ وفرمایل:«ثلاثٌ من أصلِ الإيمانِ: الْكفُّ عمَّن قالَ لا إلَهَ إلَّا اللَّهُ، ولا نُكفِّرُهُ بذنبٍ، ولا نخرِجُهُ منَ الإسلامِ بعملٍ» أخرجه أبو داود. ژباړه:« دري شیان د ایمان له اصل څخه ګڼل کیږي: د هغه چا نه ځورول چې وایي(لا إله إلا الله)یعنی له الله پرته بل هیڅ معبود نسته، او ګناه کولو  څوک په کفر نه تورنه وو، نه یې د عمل لپاره له اسلام څخه خارجوو ».

او دا د نیکو اعمالو په ضرورت او اهمیت او د ګناه د اعمالو د کم نه ګڼلو په ټینګار سره، خو حق دا دی چې د شهادتینو له وینکو څخه باید لاس په سر شو  پرته له دې چې  د دوی د حرمت له پښو لاندی کیدلو او د وینو توییدو څخه ځان ژغورلو لپاره له دوی څخه  نور څه وغواړو، ځکه چې  رسول الله ﷺ اسلام ته  د داخلېدو له پاره له شهادت ویلو پرته بل کوم شرط نه دی ټاکلی، او رسول اللهﷺ  په ویل:« څوک چې زمونږ لمونځ کوي، زمونږ قبلې ته مخ کوي او زمونږ قرباني(ذبیحه) خوري،  نو دا هغه مسلمان دی چې د اللهﷻ او د هغه د رسول امان او عهد کې دی، نو د اللهﷻ ​​عهد مه ماتوی.  

Share this:

Related Fatwas