د جنازي سره تلل او خاورو ته سپارل
پوښتنه
د جنازی سره تلل او خارو ته سپارلو حکم څه دی، او عمومی مستحبات او آداب یي څه دي؟
ځواب
شریعت د جنازې خارو ته سپارلو او ورسره تللو ته هڅونه کړې، او دا د جمهورو فقهاءو په نزد د مستحبو سنتو څخه ده، او جنازي سره تګ د یو مسلمان په خپل ورور حق دی
د جنازي په مراسمو کې لاندې امور اړین دي:
په مړي لمونځ کول، د هغه د جنازي انتقال، او هغې سره تر ښخیدو تلل دي.
او قبر ته یې په انتقال کې تلوار او هڅه کول.
د خشوع ساتنه.
د فریاد او چیغو نه وهل.
او د خاورې ته د سپارولو وخت کې د دنیوي خبرې نه کول.
د مړي په قبر دریدل او هغه ته بښه غوښتل او رحمت او تثبیت دعا ورته کول مستحب.
او څوک چې دا ټول امور پوره کړي لوی ثواب او عظیم اجر به ترلاسه کړي.