د خلکو عیبونه او نیمګړتیاوي تعقیبول...

Egypt's Dar Al-Ifta

د خلکو عیبونه او نیمګړتیاوي تعقیبول

پوښتنه

آیا د خلکو تیرونې او غلطیانې څارل او په هغوی د پوهیدلو هڅه کول حرام دي؟ او له دې کار څخه څنګه توبه کیدای شي؟

ځواب

دا کار د خلکو د پټو عیبو په څارلو کی شاملیږی، او د خلکو  عیبونه څارل جواز نه لري؛ ځکه چی د نورو عیبونه تعقیبول له هغو بدو اخلاقو او ناروا کارونو څخه ده، چې په زړونو کې کینه پیدا کوي او په ټولنه کې فساد خپروي.

او چا چې د خلکو د عیبونو تعقیب کړي وي  هغه ته لازمه ده چې پښیماني او توبه وکړي او د هغو خلکو څخه بښنه وغواړي چي په حق کی يې ظلم کړی خو دا په داسي حال چی د ده د خپلې رسوانی سبب نشي کنه نو بیا دې خپل رب څخه بښنه وغواړي او د هغو لپاره دې له اللهﷻ څخه د مغفرت غوښتنه وکړي. او په څه خبر شوی هغه دې د هغوی څخه د خلکو د نفرت او د هغو د قدر کولو سبب نه ګرځوي.

رسول الله فرمایلی: "چا چې د مسلمان پرده وکړه اللهﷻ به د قیامت په ورځ د هغه پرده وکړي"

او بهتره ده چې خپلو عیبونو ته  ځان متوجه کړي او له خپلو خطاګانو توبه وکړي.

Share this:

Related Fatwas