د خلکو عیبونه (سترونه) څارل

Egypt's Dar Al-Ifta

د خلکو عیبونه (سترونه) څارل

پوښتنه

د خلکو عیبونه څارل او د هغو نیمګړتیاوې لټول څه حکم لري؟

ځواب

رسول الله صلی الله علیه وسلم د خلکو د عزت او ناموس په اړه د لټون او د هغوی د عیبونو او سترونو رابرسیره کولو د خطر په اړه مسلمانانو ته شدید خبرداری ورکړی دی، او ویلي دي څوک چې دې کار ته په سپکه وګوري او هغه ته دوام ورکړي د خپل ځان د بې پردې کولو هڅه کوي، نو خدای تعالی به هغه رسوا کړي، که څه هم هغه د خپل کور دننه وي؛ له ثوبان رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وفرمایل:«لَا تُؤْذُوا عِبَادَ اللهِ، وَلَا تُعَيِّرُوهُمْ، وَلاَ تَطْلُبُوا عَوْرَاتِهِمْ؛ فَإِنَّهُ مَنْ طَلَبَ عَوْرَةَ أَخِيهِ الْمُسْلِمِ طَلَبَ اللهُ عَوْرَتَهُ حَتَّى يَفْضَحَهُ فِي بَيْتِهِ» (رواه أحمد). ژباړه:« د خدای بندګانو ته زیان مه رسوئ، سپکاوی مه ورته کوئ او د هغوی د سترونو پلټنه مه کوئ، ځکه څوک چې د خپل مسلمان ورور ستر په اړه لټون کوي، الله تعالی به د هغه ستر ولټوي تر څو چې هغه په خپل ​​کور کې رسوا کړي » (امام احمد روایت کړی).

او دا د تجسس یوه بڼه ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورڅخه منع کړی او له هر هغه څه څخه یې منع کړې چې د خلکو تر منځ ښې اړیکې خرابوي او کرکه او دښمني راپاروي. په دې اړه ډېر احادیث راغلي دي. له هغو څخه د ابوهریره رضی الله عنه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل:« له بدګمانی څخه ځان وساتئ؛ ځکه چې بدګماني تر ټولو دروغجنه وینا ده، او د خلکو عورتونو پلټنه مه كوئ، او جاسوسي مه کوئ، او له یوبل سره کینه مه کوئ، او یو بل ته شاه مه كوئ، او یو په بل مه غصه کیږئ، او د الله جل جلاله بندګان ورونه اوسئ »(متفق علیه)

Share this:

Related Fatwas