د خلکو عیبونه او نیمګړتیاوې څارل

Egypt's Dar Al-Ifta

د خلکو عیبونه او نیمګړتیاوې څارل

پوښتنه

آیا د خلکو تیروتنې او غلطیانې څارل او په هغوی د پوهیدلو هڅه کول حرام دي؟ او له دې کار څخه څنګه توبه کیدای شي؟

ځواب

دا کار د خلکو د پټو عیبو په څارلو کی شاملیږی، او د خلکو  عیبونه څارل جواز نه لري؛ ځکه چی د نورو عیبونه تعقیبول له هغو بدو اخلاقو او ناروا کارونو څخه ده، چې په زړونو کې کینه پیدا کوي او په ټولنه کې فساد خپروي.

او چا چې د خلکو د عیبونو تعقیب کړي وي  هغه ته لازمه ده چې پښیماني او توبه وکړي او د هغو خلکو څخه بښنه وغواړي چي په حق کی يې ظلم کړی، خو دا په داسي حال چی دا کار د ده د خپلې رسوایی سبب نشي، او که چیرې داسی وي نو بیا دې خپل رب څخه بښنه وغواړي او د هغو لپاره دې له اللهﷻ څخه د مغفرت غوښتنه وکړي. او په څه چې خبر شوی هغه دې د هغوی څخه د خلکو د نفرت او د هغو د قدر کولو سبب نه ګرځوي.

رسول الله فرمایلی: "چا چې د مسلمان پرده وکړه اللهﷻ به د قیامت په ورځ د هغه پرده وکړي"

او بهتره ده چې خپلو عیبونو ته ځان متوجه کړي او له خپلو خطاګانو توبه وکړي.

Share this:

Related Fatwas