ماشومانو لپاره د تاوتریخوالي ویدیوی...

Egypt's Dar Al-Ifta

ماشومانو لپاره د تاوتریخوالي ویدیویي لوبې

پوښتنه

ماشومانو لپاره د تاوتریخوالي د ویدیویي لوبو حکم څه دی؟

ځواب

الکترونیکي لوبې ځینې ګټورې دي او ځینې زیان لرونکې دي؛

نو ګټورې یې مباح روا، او زیان لرونکې یې حرامې دي.

روا هغه وخت دي: کله چې له محرمات څخه پاکې وي او د لوبه کوونکې له عمري مرحلې سره مناسبې او ګټورې وي او د وړتیا په وده کې وسره مرسته کوي او ذهنې وړتیا یې زیاتوي او یا یې د تفریح لپاره ترسره کوي خو په دې شرط چې له شرعي محرماتو لکه قمار او نور ورته شیانو پاکې وي او هغه روزنیز معیارونه په کې په نظر کې نیول شوي وي چې په داسي لوبی کې د ماشومانو سره مراعت کیږي.

او ناروا هغه وخت دي: کله چې ممنوع؛ ځکه چې  افرادو او ټولنې ته په کې خطر وي، او محرمات لکه قمار،یا بربنډې صحني په کي وي، او یا د انسان وینې ته په کې په سپکه کتل شوی وي او وژنې او تاوتریخوالي په کې بلنه وي، او یا د ناسمو مفاهیم خپرونکي وي چې د ماشومانو د نفسیت او اخلاقو خرابوونکي وي، او هغوی ته تاتریخوالی او سرکشي په ځای پریدي.

Share this:

Related Fatwas