د واقع په اړه د تروریستي جریانونو ل...

Egypt's Dar Al-Ifta

د واقع په اړه د تروریستي جریانونو لید

پوښتنه

آیا ترهګر سازمانونه خپلو غړو ته د  اوسنی وضعیت او پایلو په اړه د فکر کولو او د څیړنو آزادي ورکوي؟

ځواب

افراطي او ترهګرې ډلې د خپلو پیروانو د عقلونو په له منځه وړلو او د هغوی د ادراک په ورکولو اتکا کوی تر څو د خپلو مشرانو او امیران په لاس کې د اطاعت وسیله وي، نو څنګه چې امر ورته وکړي دوی عملي کوی حتی بې له ځنډه د ځان په وژنه هم اقدام کوي؛ 

د داعش د سازمان په بیلګه کې، مونږ ګورو چې د دې سازمان مشران د عصري تکنالوژي وسایلو او ټولنیزو رسنیو او سایټونو څخه په کار اخيستو په خپل اتباعو اغیز کوي او نوي عناصر په خپلو لیکو کې جذب وي، چیرته چې دا سایټونه د تاوتریخوالي افراطي فکر په خپرولو کې خورا فعال رول لوبوي، لکه څنګه چې پدې سایټونو کې له لګول شوي عکسونو  څخه څرګندیږي چې دوی نوي عناصرو او غړو ته ښه راغلاست وایي او ډاډ ورکوي او ناڅرګندو شیانو څخه یې ویره رفع کوي، د بیلګې په توګه، ډیری جنګیالي شتون لري چې د پیشوګانو او څارویو سره خپل عکسونه خپروي.

 او سره له دې ډیری نورې موجودې صحنی شتون لري چې د افراطي ډلو جنګیالي ښیي – چې ځینې یې بهرنیان دي - دوی د وژنو او زورولو وحشتناک عملونه ترسره کوي.

د "داعش" د جنګیالیو لخوا د دوی د ژوند په اړه وړاندې شوی عمومي انځور دوستانه، د ښه روحیي، او هدفمند ژوند څرګندونه کوي، چې ټولو سره د جعلي د اتلولۍ احساس یوځای دي، او د لا زیاتو پیروانو او پلویانو د جذبولو لپاره طرحه شوي.

Share this:

Related Fatwas