په ناروغۍ اخته کیدل د ګناهونو کفاره کوي
پوښتنه
آیا په ناروغۍ اخته کیدل د ګناهونو او خطاګانو کفاره کوي؟
ځواب
الله عزَّ وجلَّ په خپلو بندګانو احسان کړي چې دوی ته د ضرر رسیدلو په وخت کې د دوی صبر او اعتراض نه کول یې د دوی د ګناهونو او خطاګانو لپاره کفاره ګرځولې. او ابی هریره رضی الله عنه له نبی کریمﷺ څخه روایت کړی چې فرمایي:"مسلمان ته هيڅ ډول لوږه، ناروغي، اندیښنه، خفګان، تکليف او غم حتی يوه اغزی چې خوږ يې کړي نه رسیږي مګر دا چې الله تعالی یې د هغه د ګناهونو کفاره ګرځوي" امام بخاري په "صحيح" ذکر کړی. او له انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول اللهﷺ یو اعرابی ته د عیادت لپاره ورغي په داسی حال کې چې د هغه تبه وه نو ويې فرمایل: «کفاره او پاکي ده» "امام أحمد په خپل "مسند" ذکر کړی". نو ناروغ په هغه څه چې اخته شوی په صبر کولو او د ده په اړه د الله ﷻ په حکم له رضایت ښودلو سره د الهی پاملرني توجه وړ دی، او په هر حالت کې يې خیر دی.
والله تعالى أعلى وأعلم.