په نبی کریمﷺ درود ویل
پوښتنه
په نبی کریمﷺ په داسي کلماتو چې په احادیثو کې نه وي ذکر شوي، درود ویل څه حکم لري؟
ځواب
په رسول اللهﷺ په هر عبارت چي په احادیثو کې راغلې وي یا نه وي او یا مجرباتو څخه وي درود ویل روا دي؛ خو چې د نبی کریمﷺ شریف مقام لایقه او وړ وي،
او د ځینو خلکو پارونکې خبرې د دې الفاظو د بدعت وایی باره کې د پام وړ نه دي؛ځکه چې په جناب نبي کریمﷺ د درود ویلو الهي امر کې د آنحضرتﷺ د غزت اظهار، د مقام تعظیم، د مرتبي او مکانت لوړوالي څرګندولو ته پاملرنه کول هم شامل دي؛ الله تعالی فرمایلی: ﴿لِتُؤْمِنُوا بِاللهِ وَرَسُولِهِ وَتُعَزِّرُوهُ وَتُوَقِّرُوهُ﴾ [الفتح: 9] ژباړه :«ترڅو چې (ای خلکو) تاسو پر الله او د هغه په رسول ایمان راوړئ او د هغه ملګرتیا وکړئ او د هغه تعظیم او درناوی وکړئ» همدارنګه په نبوي سنتو کې هم په نبی کریمﷺ باندي د درود په غوره والي د رسول اللهﷺ په دې قول کي امر راغلی: «تاسو ماته په خپلو نومونو او چهرو وړاندي کیږئ، نو په ما غوره درود ووایئ» او عبد الله بن مسعود «رضی الله عنه» د نبی کریمﷺ په اړه وایي:" کله چې تاسو په رسول اللهﷺ درود وایئ، نو خپل درود لاښه او غوره کړئ".
والله سبحانه وتعالى أعلم.