په شرعی علومو د پوهې کمزوري

Egypt's Dar Al-Ifta

په شرعی علومو د پوهې کمزوري

پوښتنه

په شرعي علومو د پوهې ضعف د تکفیري ذهنیت په جوړښت کې څه رول لري؟

ځواب

 جهالت د افراطیت د خپریدو لپاره مناسبه فضا ده؛ ځکه چي افراطي افکار سطحي افکار دي، او دا په انتخابي او انتقائي استدلال، او همدارنګه  د شرعي نصوصو په ظاهري تفسیر ولاړ دي، له همدې امله، تل د افراطیانو په لیکو کې استخدام لپاره هغه کسان په نښه کیږي چې په دیني او شرعي علومو کې لږه پوهه ولري، ځکه چې هغوئ د افراطي خبرو د سم  تحلیل وړتیا نلري، او د هغو کې تناقضاتو او ضعف د پوهیدو بصیرت نلري، او دا اکثرا په هغو احصایو کې چې د افراطي سازمانونو د جنګیاليو د شرعي علومو د پوهې کچه څاري مالومه شوی.

او له همدې امله، د افراطي فکر پلویان تل هڅه کوي چې داسې نويو مفاهیمو جوړښت رامینځته کړي چې د افراطیت  د هغو نظریو خدمت وکړي، کومې چې دوی یې غواړي، او له همدې امله، هغه څوک چي  د افراطیانو فکري محصول لولي او یا د دوی ریکارډونه او خپرندویانې تعقیبوي لومړنۍ شی یې حیرانوي، هغه د دهغو مفاهیمو مجموعه ده چې د دې د فکري منهج د جوړښت استازولي کوي، لوستونکی د سید قطب او د نورو په مفهوم"دار الكفر ودار الإسلام" په تعریف پوهیږي، او په دي متاکد کیږي چي ټولنه یې یوه جاهله ټولنه ده، او په کوم هیواد کې چې ژوند کوي هغه د کفر هیواد دی نه د اسلام، او هغه د "حاکمیت" آشنا کیږي او  دا چې اسلامي حکومتدارۍ سنګه وي؟ چي تر څو په بشپړه توګه قانع شي چې واکمن رژیمونه کفري رژیمونه دي، او څوک چې ور سره همکاری او مرسته کوي هغوی ټول هم همدا حکم اخلي، اوبیا د دوی د مفهوم مطابق په جهاد او د هغه د ترسره کولو په طریقه پوهیږي، چي د ملکي وګړو ، او همدارنګه  مسلمانان، او د نورو ټولو مذهبونو خلک وژلو ته هڅول کیږي، نو په دې توګه، دا نوی مفهومې جوړښت د افراطیت په لور د هغه شخص په هڅولو کې خپله دنده ترسره کوي.

Share this:

Related Fatwas