په ډلیزه توګه د قرآن لوستل
پوښتنه
په ډلیزه توګه د قرآن کريم لوستل څه حکم لري؟
ځواب
په منظمه ډلیزه توګه د قرآن کریم تلاوت کول، چې د تلاوت یا تعلیم په وخت کې هیڅ ډول غامغال یا مزاحمت پکې نوي - لکه څنګه چې په ځینو جوماتونو او مدرسو کې د قران کریم په مجالسو کې عادي دي- شرعا جواز لري، او دا د هغه ډلیز ذکر څخه ګڼل کیږی چې کوونکی یې د اجر او ثواب مستحق دی، چې د زده کړې او په قرآن کې د مرستې هدف پرې ترلاسه کیږي.
او له رسول اللهﷺ څخه د قرائت د داسې مجلسونو تنظیم روایت شوی دی چې پکې په بل څه کې د بوخت کس لپاره مزاحمت نه ترسره کیده.
لکه څنګه چې د ابو حازم التَّمَّارِّ په حدیث کې د الْبَيَاضِيِّ رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته را بهر شو په داسې حال کې هغوی لمونځ کاوه، او هغوی په لوړ غږ تلاوت کاوه، رسول اللهﷺ وفرمایل:« لمونځ کوونکی له خپل رب سره مناجاب(مخاطب) کوی نو باید وګوري په څه مناجات کوی، په یو بل د قرآن په تلاوت سره آواز مه لوړئ» امام مالک په "موطأ" کې روایت کړی.