د ورځو او شمیرو په اړه بد فال لرل
پوښتنه
د یوي ځانګړې شمیرې په لیدو یا د یوې ځانګړې ورځې او یا مناست د راتږ په اړه د شر تمه لرل چې د "بدفال" په نوم یادیږي، څه حکم لري؟
ځواب
د شمیرو، ورځو او نورو شیانو په اړه بدفال نیول شرعا منع دي؛ ځکه چې ټول امور د اللهﷻ په قدرت جریان لري، او کوم خیر چې انسان ته رسیږي او یا شر چې ورپیښيږي په دې شیانو پوري هیڅ اړه نه لري؛ ځکه چې شریعت له بدمرغۍ او بد فال نیولو څخه په عمومي توګه منع کړې ځکه چې دا د جاهلیت عادتونه دي؛ او همدارنګه د ځانګرو وختونو او میاشتو په اړه د بد بینۍ څخه هم نبوي منع راغلی؛ لکه په صحیحینو" بخاري او مسلم" کې ابو هریره «رضی الله عنه» له نبی کریمﷺ څخه روایت کړي چي فرمایلي: «لَا عَدْوَى وَلَا صَفَرَ وَلَا هَامَةَ» ژباړه:« نه د مریضۍ ساريوالی نه صفر(د میاشتی بدفال نیول) او نه هامه(بدمرغي) دا یو هم په اسلام کې نشته» د دې منع څخه حکمت دادی چې په بدفال نیولو او بدمرغۍ ګڼلو کې په الله سبحانه وتعالی بد ګماني او د عمل څخه د همت کمزوري ده، او همدارنګه په اضطراب او وهمونو زړه مغشوش کول دي.
والله سبحانه وتعالى أعلم.