د خدائ جل جلاله د دین واکمني کول
پوښتنه
ترهګرې او افراطي ډلې ادعا کوي چې په خلکو کې د الله سبحانه وتعالی شرعیت او دین واکمنۍ لپاره هڅه کوي، او ټولنه له تیارو څخه رڼا ته راولي، نو په دې کې حقیقت څه دی؟
ځواب
په قرآن کریم کې له یو څخه زیاتو ځایونو کې د واک ماده کارول شوې ده، د خدائ جل جلاله دا قول په کې شامل دی: ﴿أَلَمْ يَرَوْا كَمْ أَهْلَكْنَا مِنْ قَبْلِهِمْ مِنْ قَرْنٍ مَكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ مَا لَمْ نُمَكِّنْ لَكُمْ﴾[الأنعام: 6]، ژباړ: " آيا هغوى نه دي ليدلي چي له هغو څخه مخکي مو څومره داسي ملتونه تباه کړي دي، چي د هر يوه په خپل خپل دور کې نوم او واكمني وه؟ موږ په ځمکه کې هغو ته هغه وس واك وربښلى وه چي تاسي ته مو نه دى دربښلى"،
او د الله تعالى دا قول : ﴿الَّذِينَ إِنْ مَكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ﴾[الحج: 41]، ژباړه: "دا هغه كسان دي چي كه موږ دوی ته په ځمکه کې قدرت ورکړو، نو لمونځ به قايم کړي، زكات به ورکړي، په ښو چارو به امر وکړي او له بديو څخه به منع وکړي، او د ټولو چارو پاى د الله په لاس کې دى"، همدا رنګه د الله تعالى دا قول: ﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا﴾[النور: 55]، ژباړه: "الله ستاسو د هغو كسانو سره چي ايمان راوړي او ښه عملونه وکړي، وعده کړې ده چي هغوى په ځمکه کې هماغه شان خليفه ګان وګرځوي لكه چي له هغو څخه مخكي تېر شوي خلك یې ګرځولي ول. د هغو لپاره به هغه دين پر محكمو بنسټونو ودروي چي الله تعالٰى ورته خوښ کړی دى. او د هغو د ويري (اوسنى) حالت به په امن ورته بدل کړي ".
پورتنيو نصوصو ته په کتنې سره دا معلومه شوه چې خدائ تعالی د مؤمن او کافر په حق کې او د پخوانیو امتونو په حق کې هم د واک کلمه کارولې ده، او دا چې په دې ټولو آيتونو کې فعل د الله سبحانه وتعالی ذات ته منسوب دی، او واکمن کول د الله جل جلاله له لوری عمل دی چې هغه یې صانع او ایجاد ونکی دی، او دا تکلیفی حکم نه دی چې انسان د هغي د ترلاسه کولو په اسبابو مکلف شوی وی، چې هغې ته د رسیدو لپاره هڅه وکړي.
او په ژور سوچ سره، مونږ ګورو چې د علمي منهج نشتوالي ځینې خلک دې ته وهڅول چې د واکمنی مفهوم د یو لړ اجراءاتو په بڼه وژباړي چې د ټولنې د تکفیر پر بنسټ واک ته د لاسرسي لاره پیدا کړي، او د اسلام انحصار او دا ادعا وکړي چې د چارو د عادي کولو لپاره واکمنۍ ته د رسیدو لپاره کار کول واجب دي.