د دعا وروسته د مخ مسح کول
پوښتنه
د دعا څخه وروسته په مخ لاس راښکل څه حکم لري ځکه چې ځینې خلک وایي دا کار منکر بدعت دی؟
ځواب
په دعا په حال کې لاسونه پورته کول، او له دعا څخه پس یې په مخ راښکل په لمانځه او لمانځه څخه دباندي سنت دي، او دا د جمهورو په نزد.
الله ﷻ مونږ ته د دعا امر کړی او د قبولول وعده یې راکړي؛ الله تعالی فرمایلی: {وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ} [غافر: 60]، ژباړه: « او ستاسو رب وایي ما وبولئ زه به ستاسو دعاوې قبولې کړم » د لمانځه په وخت کې د سنتو له جملې څخه د لاسونو پورته کول او د لمانځه په جریان کې او بهر د دعا وروسته په لاسونو د مخ مسح کول دي، او د دې په جواز حنفی او شافعی او حنبلی مذهبونه سره اتفاق لري؛ ځکه چې نبی کریمﷺ فرمایلی: کله چې له الله جل جلاله څخه سوال کوئ نو د لاسونو په منځ غوښتنه کوئ، او د لاسو په شان غوښتنه مه کوئ ، او مخونه مو په لاسونو مسحه کړئ» حاکم روایت کړی.