له ښخولو وروسته د قبر سره درېدل
پوښتنه
د مړي له ښخولو وروسته د هغه قبر سره د استغفار او دعاء لپاره درېدل څه حکم لري؟
ځواب
د مړي له ښخولو وروسته قبر سره د هغه لپاره د استغفار او دعاء لپاره درېدل، منل شوي سنت دي؛ د امیرالمؤمنین حضرت عثمان ذوالنورین رضی الله عنه څخه روایت دی چې هغه فرمایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم، به چې کله د مړي له ښخولو نه فارغ شو نو پر هغه به ودرېد او ویې ویل:
«استَغفِرُوا لأَخِيكم وسَلُوا له التَّثبِيتَ؛ فإِنَّه الآنَ يُسأَلُ» رواه أبو داود.
ژباړه: "د خپل ورور لپاره بخښنه وغواړئ او د هغه لپاره د ثابت قدمی غوښتنه وکړئ، ځکه چې د هغه نه اوس پوښتنه كيږي"، امام نووي رحمه الله په "الأذكار" کتاب کې (۱/ ۱۶۱) وايي:[او دا مستحب عمل دی چې وروسته له ښخولو نه د هغه قبر سره یو ساعت کښیني؛ هغومره وخت چې قصاب دمال په ذبحه کولو کي نيسي، او غوښه یې ویشي، او ناست کسان د قرآن كريم په تلاوت ځان مصروف کړي، مړو ته په دعا او په نصیحت کولو بوخت شي، او د ښو خلکو کیسې، او د صالحانو احوال بیان کړې،
امام شافعي او ملګرو (الأصحاب) رحمهم الله يې ويلي دي: له قبر سره د قرآن يو څه تلاوت کول مستحب دي،او کچرته قرآن کریم په تلاوت ختم کړي ښه ده].