د ښخولو نه وروسته مړی ته تلقین کول
پوښتنه
له ښخولو څخه وروسته مړي ته تلقین کول حکم څه دی؟
ځواب
مړی ته تلقین کول د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوی سپيڅلۍ نبوي سنت دی، د حدیث علماوو د یوې ډلې د دې په اړره راغلی حدیث قوی ګڼلی، او د امت ډیرو علماوو او فقهاوو د دې مشروعیت ذکر کړی او پرته له انکاره یې په دوامداره توګه عمل پرې کړی. او د تلقین حرام بلل او مرتکبین یې ګناهګار ګڼل د هغه څه محدودول دي چې خدایﷻ پکې وسعت او آسانتیا کړې ده. او جایزه نه ده چې دا ډول مسايل د مسلمانانو تر منځ د فتنې، لانجې او تفرقې لامل شي، بلکې موتږ ته مناسبه ده چې د اختلاف په آدابو ورسره چلند وکړو او په کوم څه چې عمل جاري وي هغې ته درناوۍ وکړو.