د حاملې میرمنې د عدت موده چې میړه یې مړ شوی وي
پوښتنه
د هغې حاملې ښځې د عدت موده څومره ده چې میړه یې مړ شوی وي؟
ځواب
د حاملې میرمنې د عدت (انتظار) موده په بشپړه توګه د دې امیدوارۍ ختمیدو یعنی د حمل زیږیدو سره ختمیږي، برابره که جدايي د مرګ په سبب وی او یا بل کوم سبب څخه وي، خدائ جل جلاله ویلې:﴿وَأُولَاتُ الْأَحْمَالِ أَجَلُهُنَّ أَنْ يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ﴾ [الطلاق: 4].
ژباړه: "او د حامله ښځو (چي طلاقي شوي وي یا يې مېړه مړ شوی وي) د عِدت حد دا دى چي هغوی لنګي شي (اولاد وزېږوي)"،
د دې آیت په عموموالي کې هغه ښځه چې د هغې میړه مړ شوي وي او یا په بل سبب جدا شوي ټول شامل دي.
والله سبحانه وتعالى أعلم.