د امام ترڅنګ د مقتدی ودریدل
پوښتنه
له امام سره د مقتدی د ودریږو څنګه دي که مقتدي یو کس وي؟
ځواب
د یو مقتدي لپاره سنت ده چی د امام ښي خواته ودریږي، او.مستحب دی چې لږ وروسته ترې ودریږي، ترڅو د امام او مقتدي ترمنځ توپیر وشي؛ له ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت فرمايي:" د خپلی تروز میمونه کور کې شپی ته پاتې شوم، رسول الله صلی الله علیه وسلم د ماخوستن لموڼځ وکړو، بیا راغې څلور رکعت لمونځ یې وکو، بیا ویده شو، بیا ودریدو، او زه راغلم او چپه خواته یې ودریدم، نو زه یې ښي خواته کړم" شیخینو(بخاري او مسلم) روایت کړی.
که چیری د امام چپه خواته یا شاته ته ودریږي نو مستحب چې ولاړه يې صحيح کړای شي هغه که د امام لخوا او يا که د مقتدي لخوا، خو په كه هماغه شکل لمونځ ترسره کړي بیا هم صحیح دی، باطل کیږي نه که څه هم خلاف د الأولی ده.