د نوي زیږیدلی ماشوم تحنیک
پوښتنه
د نوي زیږیدلې ماشوم تحنیک څه معنی لري او حکم یې څه دی او څنګه ترسره کیږي؟
ځواب
د نوي زېږېدلي ماشوم تحنیک داسې دی: چې یو خوږ شی لکه خرما یا د مچیو شات او دې ته ورته نورشيان لومړی وژول وشي، او بیا د نوي زیږیدلي ماشوم په خوله کې واچول شي او بیا وسولول شي. فقهاء کرامو د دې کار د سنت او مستحب والي ذکر کړی دی؛ ځکه چې نبی کریمﷺ دا کار کړی دی، له ابو موسی اشعری رضی الله عنه څخه روایت دی چې فرمایی: «وُلِدَ لِي غُلَامٌ فَأَتَيْتُ بِهِ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ فَسَمَّاهُ إِبْرَاهِيمَ وَحَنَّكَهُ بِتَمْرَةٍ» متفق عليه. ژباړه: " زما ځوئ پيدا شو او ما هغه نبي کریم صلی الله علیه وسلم خواته را وستو او هغه په ابراهیم نوم ونومولو او په خوله كي ورته خورما نرم كړه او ماشوم ته یې ورکړه" متفق عليه.
او په دې احتیاط سره چې څوک دا کار کوي باید پدې کې تجربه ولري، ترڅو نوي زیږیدلي ماشوم ته کوم زیان ونه رسوی، چې دی به فکر کوي چي دا ګټه او ښه والی راولي خو هغه به ضرر او تاوان رامنځ ته کړي.