د زیږون تنظیم
پوښتنه
په شریعت کې د زیږون د کنټرول(تنظیم) حکم څه دی؟
ځواب
د زیږون کنټرول په دې مقصد چې د امیندوارۍ د وختونو ترمنځ فاصله رامنځ ته شي؛ د مور د روغتیا د ساتلو او د زیاتې امیندوارۍ او د پرله پسې زیږونونو له زیانونو څخه د هغې د ژغورولو په موخه، یا که د خپلو موجودو ماشومانو روزنې ته وخت موندنې لپاره وي- شرعا مباح مباح او مطلوب دی. او دا هغه څه دې چې د سپيځلو سنتو نصوص ورته بلنه کوي؛ په عزل باندی په قیاس سره ، چې عزل یو له هغو وسایلو څخه ده چې ښځې او میړه د یو بل په خوښه د حمل د مخنیوي او د نسل د تنظیم لپاره ترسره کوه، لکه څنګه چې د امام مسلم په روایت په «صحیح» کې راغلي دي، چې له جابر رضی الله عنه څخه روایت دی : «صحابه کرامو رضوان الله علیهم به د رسول الله په زمانه کې د خپلو میرمنو او او وینځو څخه عزل کاوه، او دا خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسیده او منع یې نکړه».