د لویانو تعلیم
پوښتنه
د لویانو تعلیم او د هغوی د بی سوادۍ له منځه وړلو مشروعیت؟
ځواب
د لویانو زده کړه او د هغوی بې سوادي له منځه وړل د هغه آيتونو او احاديثو په بنا چې د علم او تعليم اهميت او د خاوندانو ته یې د عزت او درنښت څرګندونه کوي شرعا مستحب عمل دی؛ او دا چي د علم تحصیل په يو ټاکلي حد او عمر پوري تړلی نه دی، د علم په لټه کې د ځوان او بوډا ترمنځ او نه هم نارینه او ښځینه ترمنځ توپير شته، د علم په حاصلولو کې ټول سره برابر دي؛ او ویل شوي دي چې د امت ډیرو لویو امامانو او علماوو د علم جدي زده کړه په لوړو عمرونو کې پیل کړی او د دوی څخه یوه هم په خپل بوډاتوب او منزلت شرم نه دی کړی.