د ټولني جاهلي بلل
پوښتنه
آیا په ټولنه کې د ځینو سرغړونو او ګناهونو شتون دا یوه جاهلي ټولنه ګرځوي؟
ځواب
ترهګرو ډلو په خپلو ادبیاتو کې د ټولنې د جاهلیت اصطلاح د عموم امت او د هغه چا په تکفیر د محکومولو لپاره کارولې چې د دوی تګلاره نه تعقیبوي، او دا په خپله فکري ترهګري ده، ترڅو دوی دا څرګند کړي چې ټولنه جاهلي ټولنه ده، که څه هم هغوی په دې شهادت ورکوي چي(أن لا إله إلا الله وأن محمدًا رسول الله)« چې د الله څخه پرته هیڅ بل معبود نشته او محمد د الله رسول دی»، دا هغه څه دي چې له دې ډلو پرته هیڅ یو مسلمان عالم نه دي ویلي او نه یې هم تایید کړي. او حقیقت خو دا دی چې اسلام یو ثابته عقیده ده چې په مطلقه سرغړونې او ګناهونو په ترسره کولو سره له منځه نه ځي، بلکه دا فهم د هغه څه سره په تګر کې ده چې قرآن او سنت کې راغلي. الله تعالی فرمایلی: ﴿قُلْ يَاعِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا﴾ [الزمر: 53]، ژباړه:« [اې پېغمبرهﷺ!] زما هغو (مؤمنو) بندګانو ته، چي پر خپلو ځانونو يې تېرى کړی دى، ووايه: د الله د رحمت څخه مه ناهيلي کېږئ؛ په يقيني ډول الله ټولي ګناوي بخښي» او همدارنګه الله ﷻ فرمايي: ﴿وَمَنْ يَعْمَلْ سُوءًا أَوْ يَظْلِمْ نَفْسَهُ ثُمَّ يَسْتَغْفِرِ اللَّهَ يَجِدِ اللَّهَ غَفُورًا رَحِيمًا﴾ [النساء: 110]،ژباړه: «كه څوك بد عمل وکړي يا پر خپل ځان ظلم وکړي او له هغه وروسته له الله څخه بښنه وغواړي، نو الله به بښونكى او رحم کوونکی ومومي» او رسول اللهﷺ څخه روایت چې فرمایي: «ثلاث من أصل الإيمان: الكف عمن قال: لا إله إلا الله، ولا نكفره بذنب، ولا نخرجه من الإسلام بعمل» (رواه أبو داود)، ژباړه: « دري شیان د ایمان له اصل څخه ګڼل کیږي: د هغه چا نه ځورول چې وایي(لا إله إلا الله)یعنی له الله پرته بل هیڅ معبود نسته، او ګناه کولو له امله یې نه کافر وو، نه یې د عمل لپاره له اسلام څخه خارجوو» د ځينو سرغړونو د شتون له امله اسلامي ټولنې په جاهلیت تورنه ول هیڅکله هم جواز نه لري، بلکې دا د هغه څه سره تضاد دی چې شریعت راوړي.