د صدقې يا اهداء جهت بدلول

Egypt's Dar Al-Ifta

د صدقې يا اهداء جهت بدلول

پوښتنه

آيا  شرعا د صدقی د  ورکولو  لورۍ بدلول جایز دي؟

ځواب

اصل دادی چې د صدقې د ورکوونکي لخوا د ټاکل شوي ځای څخه پرته بل ځای ته د هغې مصرفوف د صدقه ورکوونکې له اجازې پرته جواز  نه لري؛ کومه اداره چې د صدقې د ویش مسولیت په غاړه لري د صدقه ورکوونکي له لورې وکیله ده او د وکالت له حدودو څخه تجاوز کول ورته جواز نه لري؛ کله چې مرستې د مالکینو لخوا یو ځانګړي لوري ته د لیږد په موخه بهر شي، نو بیا يې بل کوم جهت ته ورکول جواز نلري، مګر دا چې صدقه ورکوونکو  ته څخه اجازه ممکن وي او نورو جهتونو ته یې د توزیع کولو لپاره د هغوی موافقه ترلاسه شي، او د مونږ مشوره دا ده چې:

- صدقي ورکولو ته د بلنې مسئولیت باید په راتلونکي کې د داسی لوري په غاړه وي چې د مرستو نوي تحولات سره د همغږۍ وړتیا ولري.

- او ادارو ته د ډیر اړمندو کسانو په غوره کولو او د په هغه څه کې چې ډیر ګټور وي د مصرفولو خلاص لاس ورکړی شي.

Share this:

Related Fatwas