د څلویښتي او کلنیز ې لمانځل
پوښتنه
د مړی د څلویښتي او کلیزې تلین لمانځل څه حکم لری؟
ځواب
د جمهورو فقهاوو په نزد د غم شریکي او تعزیت نېټه یوازې درې ورځې ده، او د هغې څخه وروسته تعزیت مکروه دی، پرته له هغو کسانو څخه چې غیر حاضر وي او بیا حاضر شي، یا د هغو کسانو لپاره چې د مرګ څخه یې د یوې مودې له تیریدو وروسته خبر شي؛ ځکه چي په دې کار کې د غمونو بیرته تازه کول دي، او د مړي کورنۍ په هغه څه مکلف کول دي چې د دوی له زغم څخه لوړ وي.
او مړي ته د نیک عمل د ثواب د وربښلو لپاره په راټولیدو کې شرعي ممانعت نشته؛ لکه خواړه ورکول، او د قرآن تلاوت؛ که په څلویښتي کې وي او یا په کليزه کې وي.