د تکفیر په اړه د اسلام خبرداری

Egypt's Dar Al-Ifta

د تکفیر په اړه د اسلام خبرداری

پوښتنه

اسلام څنګه د تکفیر په اړه خبرداری ورکړی؟

ځواب

تکفیر(مسلمان کفر تورنول)یوه لویه فتنه ده چې د اسلامي امت لپاره ګواښ دی. چې یووالی او قوت یې له منځه وړي او ټولګه سره خپروي، چې ضرر يې وينو او اموالو ته د سپکا وي او په ټولنه کې د حقوقو، امنيت او خونديتوب له منځه تلو ته رسیږي، اسلام د تکفیر د فتنې په اړه خورا سخت خبرداری ورکړی دی، الله تعالی فرمایلی: ﴿وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ أَلْقَى إِلَيْكُمُ السَّلَامَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا﴾ [النساء: 94]، ژباړه: «او څوك چې پر تاسو سلام واچوي، هغه ته سمدلاسه مه وایاست چې ته مومن نه يئ، كه تاسو د دنيايي ژوند ګټه غواړئ،» هغه څوک چې په ناحقه په کوم مسلمان باندې د کفر تور ولګوي، خپله به د هغه په ​​حکم کې راشي. له رسول اللهﷺ څخه روایت چې فرمایي: «که یو شخص خپل ورور ته ووایي اې کافره، نو له دوی دوو څخه یوه ته به هغه راوګرځې» او او رسول ﷺ په یو مسلمان باندې د کفر تور لګول لکه د هغه وژل بللي، د دې لپاره چې خطر یې څرګند کړي. نو فرمایي: «څوک چې پر یو مومن لعنت ووایي نو لکه هغه یې چې وژلی وي، او څوک چې یو مومن په کفر تورن کړي دا د هغه د وژلو په څیر دی »(دواړه بخاری روایت کړي)، رسول الله ﷺ د دې فتنې په اړه په خپل خبرداري تاکید کړی، نو فرمایلي دی: «لا يرمي رجل رجلًا بالفسوق، ولا يرميه بالكفر، إلا ارتدت عليه، إن لم يكن صاحبه كذلك» رواه البخاري، ژباړه:«هیڅوک دې بل شخص په فسق او کفر نه تورن وي، کنه بیرته به ده ته را ورګرځې، که چیري ملګری يې داسي نه وي»، او لنډه دا چې، هغه څوک چې د تکفیر کولو جرات کوي، هغه بلکه د دوزخ اور ته د ننوتلو جرات کوي، او په لنډه لاره د ننوتلو لپاره بېړه کوي، والعیاذ بالله.

Share this:

Related Fatwas