د کفر او ایمان معنی

Egypt's Dar Al-Ifta

د کفر او ایمان معنی

پوښتنه

تکفیر څه ده؟  او چا ته دا دنده سپارل شوې چې د چا د کفر او ایمان قضاوت وکړي؟

ځواب

 اسلام د دې لپاره راغلی چې د خلکو لاره روښانه کړي او له تیارو څخه یې رڼا ته راوګرځوي، خو ځينو ومنله او ځينو  کفر وکړ، لکه څنګه چي الله سبحانه وتعالی فرمایي: ﴿اللَّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُوا يُخْرِجُهُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَوْلِيَاؤُهُمُ الطَّاغُوتُ يُخْرِجُونَهُمْ مِنَ النُّورِ إِلَى الظُّلُمَاتِ﴾[البقرة:257]،

ژباړ: "كوم خلك چي ايمان راوړي، د هغو ملاتړ او مرستندوى الله دى او هغوى له ترږميو څخه رڼا ته راباسي؛ او كوم خلك چي د كفر لاره غوره كړي، د هغو ملاتړ او مرستندويان طاغوتان (شیطانان) دي او هغوى له رڼا څخه د ترږميو لوري ته را كاږي؛ دا كسان دوږخ ته ورتلونكي دي، هلته به تل اوسيږي"، نو څوک چې دا ومني هغه مؤمن دی او څوک چې انکار وکړي او کبر کړي نو هغه کافر دی، ځکه چي کفر په لغوی لحاظه: ستر، او ویل کیږي د نعمت کفر یې وکړ ، یعنې: پټ کړ، او کفر د ایمان ضد دی، او کفر: د نعمت کفر کول دی ، چې د شکر ضد دی،

او ويل کيږي: هغه ​​فلاني د فلاني شی کفر وکړ، يعنې: له هغه څخه يې د بېزاري اعلان وکړ، او په قرآن کریم کي داسي فرمايي: ﴿إِنِّي كَفَرْتُ بِمَا أَشْرَكْتُمُونِ مِنْ قَبْلُ﴾[إبراهيم:22]،

ژباړه: "له دې څخه مخکي چي تاسي زه په خدائۍ کې شريك ګرځولى وم، زه له هغې څخه منکر، بېزاره يم"، 

وكفَّره– په شد سره:  کفر ته منسوبول ته وايي.

او کفر له شرعي لحاظه: له داسی شي څخه انکار دی چې هغه په ضروری توګه معلوم وي چې هغه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د دین برخه ده، لکه د خالق له وجود څخه انکار ، او د رسول اللهﷺ له نبوت څخه انکار، او د اسلام له هغو فرايضو څخه انکار کول چې پر هغه بنا شوی دی، او د هغو حرامو جايز ګڼل چې په قطعي دلائلو ثابت شوی وي، او داسې نور.

تکفیر یو شرعي حکم دی، چې د هغه چا عمل صفت دی چې شرعا هغه مکلف وي؛ او په دي باندي حکم کولو د مفتیانو او قاضیانو پوری خاص ده نه دا چې  چا د هر چا حق وي چې دا حکم پر خلکو وکړي، او امام السبکی رحمه الله ویلی: "التكفير حكم شرعي سببه جحد الربوبية أو الوحدانية أو الرسالة أو قول أو فعل حكم الشارع بأنه كفر وإن لم يكن جحدًا". ژباړه: " تکفیر یو شرعي حکم دی چې د الهي ربوبیت، او وحدانیت او یا د رسالت او قول او فعل  څخه د انکار له امله رامنځته کیږي، او یا پرې شریعیت حکم کړې وي چي دا کفر دی، البته که څه هم قصدي یې انکار نوی کړې.

Share this:

Related Fatwas