د دعوت د ادا کولو شرطونه
پوښتنه
په اسلام کې د دعوت کونکي لپاره کوم شرطونه دي؟
ځواب
د اللهﷻ لور ته را بلونکی باید د بصیرت په جامه سمبال وي، او الله تعالی د رسول اللهﷺ او د هغه د دعوت د وصف په بیانولو کې وايي: ﴿قُلْ هَذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللَّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي﴾ [يوسف: 108]، ژباړه: "ته دوى ته په ډاګه ووايه: زما لاره خو دغه ده، زه د الله لوري ته دعوت كوم. زه پخپله په پوره رڼا کې خپله لاره وينم او زما ملګري هم"، او دعوتګر باید د امورو پایلو او د شریعت اهدافو ته پام وکړي، د خپلې ټولنې له ستونزو خبر وي، او همدارنګه له اسلامي او عربي علومو سره په ټوله کې آشنايي ولري، او د علمي بصیرت لرلو په خاطر د شرعي علومو په یوه فن کې تخصص ولري، او د خدائ ﷻ لور ته په خپله بلنه کې مخلص وي، د خپل دعوت له لارې د دنیوي هیلو یا انفرادي اهدافو په لټه کې نشي، حق ذاتﷻ وايي: ﴿وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ﴾ [البينة: 5]، ژباړه: «او هغو ته پرته له دې بل هیڅ حُكم نه ؤ ورکړ شوی چي: د الله بندګي وکړئ، خپل دين د هغه لپاره په خالص ګرځولو بيخي په يوه لار لوري شئ»، او نبي کریمﷺ څخه روایت دی چي وايي: «إن الله لا يقبل من العمل إلا ما كان له خالصًا، وابتُغي به وجهه» رواه النسائي، ژباړه: "اللهﷻ ته هغه عمل قبول دی چي خاص دهغه لپاره وي،او د هغه د رضایت په کې غوښتل شوی وي"، او همدا ډول د دعوت کونکي لپاره یو له مهمو شرطونو څخه دا دی چې هغه په خپل عمل، اخلاقو، قول او کردار کې د دهغه څه ژوندۍ نمونه وي چې دعوت ورته کوي، او د ټولنې په واقعیتو، ثوابتو، تقالیدو او دودونو او د خلکو له عادتونو او شرایطو څخه خبر وي. تر څو خلک په هغه څه مخاطب نه کړي چې هغوی پرې نه پوهېږي او د الله او د هغه د رسول اللهﷺ د تکذیب لامل وګرځي، او په دې كې سرمشق او ښه مثال رسول اللهﷺ دى چې اللهﷻ وايي: ﴿لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ﴾ [الأحزاب: 21]، ژباړه: "په یقیني توګه، ستاسو لپاره د الله په پېغمبر کي د نېکۍ يوه خورا غوره نمونه ده "،
او د آنحضرتﷺ اخلاق قرآن وو، او آنحضرتﷺ د اللهﷻ لور ته د دعوت کونکوو امام دی.