نړۍ په دار السلام او دار الحرب ویشل...

Egypt's Dar Al-Ifta

نړۍ په دار السلام او دار الحرب ویشل او د هغی دلیل

پوښتنه

دار سلام او دار حرب په اسلام کې څه معنی لري او آیا د دې ویش لپاره په کتاب او سنتو کې دلیل شته؟

ځواب

د ډیرو تکفیري تروریستي سازمانونو ایډیالو‌‌ژي د یو شمیر مفاهیمو پوري تړلی د یو لړ احکامو د منحرف او ناسم فهم پر بنسټ ولاړه ده، چې په هغو کې د دار الحرب(د جګړی کور) او دار الاسلام(د سولې کور) مفهوم هم شامل دی، او دا مفاهیم او مسلې یو له بل سره تړلي دي.

نړۍ په دار حرب او دار سلام ویشل د مهاجرت او جهاد احکامو له ځانه سره لري.

په اسلامي او غیر اسلامي د نړۍ د هیوادونو د ویش مسله په فقه کې د سیاسي ماهیت لرونکو مهمو موضوعاتو څخه یوه موضوع ده؛ ځکه چې دا د نړۍ په اړه د اسلامي مفکورې او د جهاد د مسايلو او د مذهبي لږکيو د احکامو سره تړلې ده، او دا د نړيوالو اړيکو په اړه د فقهي تصور اساس دی.

په قرآن کریم او نبوي سنتو کې داسې څه نشته چې د نړۍ د هیوادونو ویش ته د ایمان او کفر یا جنګ او سولې په بنا ذکر یا اشاره شوی وي؛ او څه چې شتون لري هغه دا ده چې  دا تقسیم د هغو اړیکو د واقعیت په اړه چې د مسلمانانو او نورو ترمنځ یې شتون درلود یو فقهي نظر دی.

په کوم وخت کې چې اکثر د هیوادونو ترمنځ یوازینی جګړه منځګړی او حکم وه،که کومه معاهده یې ترمنځ نه وی، دا د موجوده واقعیت پر بنسټ ویش دی، نه د شریعت پر اساس، د دې موخه دا نه وه چې نړۍ د دوو دولتونو یا دوو سیاسي کتلو تر حاکمیت لاندې راولي، چې یو یې د اسلام هیوادونه وي چې د یو دولت لخوا اداره کیږي او په بل کې نور بهرني هیوادونه شامل وي چې د بل دولت لخوا اداره کیږي. بلکې دا د مسلمانانو لپاره په کور کې د امنیت او سولې د شتون او له کور څخه بهر د ویرې او تیري د شتون له مخې تقسیم دی.

Share this:

Related Fatwas