د سهار لمونځ څخه ویده پاتې کیدل

Egypt's Dar Al-Ifta

د سهار لمونځ څخه ویده پاتې کیدل

پوښتنه

د سهار لمونځ څخه د ویده پاتې کیدو حکم څه دی؟

ځواب

شرعا مستحب ده چې مسلمان لمونځ د لمانځه د وخت په پيل کې ادا کړي، له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روايت دی چې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل؟  کوم کار الله ته ډیر محبوب دی؟  ويې ويل: «لمونځ په خپل وخت».

 که څوک د خوب، هيرې او داسې نورو عذرونو له امله يو لمونځ په خپل وخت اداء نه کړي، نو لازمه ده چې د هغه لمونځ په قضایی ادا کولو کی بيړه وي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «څوک چې یو لمونځ هېر کړي او یا په هغه وخت کې ویده پاتې شي، د دې کفاره دا ده چې کله یې په یاد شو اداء یې کړي».  که څوک د سهار د لمانځه په وخت تر لمر خاتو پورې ويده پاتې شي او په قصدي توګه يې نه وي قضا کړی او د ډېر ستړيا له امله له خوبه راپاڅیدلی نه وي، نو کله چې له خوبه راويښ شي قضاء دې وکړي.  د صفوان بن المعطل رضي الله عنه په حدیث کې راغلي دي: «...مونږ به په سختۍ سره تر هغه وخته راپاڅیږو چې لمر راختلی وي» نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «کله چې له خوبه پاڅېږې نو لمونځ وکړه»

Share this:

Related Fatwas