د روږديتوب درملنه
پوښتنه
د روږدي کسانو په درملنه کې له تجربه لرونکي خلکو څخه مرسته غوښتل څه حکم لري؟
ځواب
د روږدو کسانو په درملنه کې د تجربه لرونکو کسانو او متخصصینو څخه مرسته اخیستل د شریعت غوښتنه ده، او یو عقلمند سړی باید خپله روغتیا د غیر متخصصینو په واک کې ورنه کړي، کوم خلک چې فکر کوي دوی په هرڅه پوهیږي؛ ځکه د خلکو په ژوند ملنډی وهل او د هغوی درملنې، روغتیا او بدن ته زیان رسول په ځمکه کې یو ډول فساد دی، چې دا د اسلام له نظره د انسان د ژوند د ساتنې او حمایت او پر هغه باندې د تیري د منع کولو له سختي پام لرنې سره په ټکر کې دی، ناروغ ته دوا ورکول د معالج ډاکټر صلاحیت دی، نو له متخصص څخه پرته بل چا ته د دې جرئت جواز نشته چې ناروغ ته دارو ورکړي.