خوارج په اسلامي تاریخ کې شریرترینه ...

Egypt's Dar Al-Ifta

خوارج په اسلامي تاریخ کې شریرترینه ډله ده

پوښتنه

ولې خوارج په اسلامي تاریخ کې شریرترینه ډله ده؟

ځواب

د نبی کریم صلی الله علیه وسلم د انتقال نه وروسته چې کومه بلا په دې امت نازله شوه هغه د خوارجو ظهور وه، هغه ډله چې د صحابیه کرامو تکفیر یی وکو  او د هغوی وینه یې مباح کڼله او د نظر اختلاف یې په جنګ او د وینې تویونې مسلمانانو ته بی حرمتی کولو بدل کړل، او موحد مسلمانان یې په کفر محکوم کړل، آن تردي امام علي بن ابی طالب رضی الله عنه یې هم په کفر محکوم کړ او شهید یې کړ، او په داسی کې چې هغه د خلفای راشدین څخه یو وه، علی کرام الله وجه هغه شخص وه چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته فرمایلی : «أَنْتَ مِنِّي بِمَنْزِلَةِ هَارُونَ مِنْ مُوسَى، إِلَّا أَنَّهُ لَا نَبِيَّ بَعْدِي». ته ما ته داسې یئ کله هارون علیه السلام چې له موسی علیه السلام سره وه خو توپیر دومره دی چې مانه پس نبی نه راځي.

د دې ډلې ترټولو لوی خطر دادی چې دوی د عبادت د زیادت تظاهر کوی کله لمونڅ او روژې،  نو که څوک ساده وی هغه به فریب وخوري او ګمان به وکې چې دوی په حقه دي نو ځکه خو نبی الله کریم صلی الله علیه وسلم د دې ډلې په اړه مونږ ته خبرداری راکړی. په صحیح کې له  علی بن ابی طالب رضی الله عنه رویت دی چې نبی کریم رضی الله عنه وفرمایل : «سَيَخْرُجُ فِي آخِرِ الزَّمَانِ قَوْمٌ أَحْدَاثُ الْأَسْنَانِ، سُفَهَاءُ الْأَحْلَامِ، يَقُولُونَ مِنْ خَيْرِ قَوْلِ الْبَرِيَّةِ، يَقْرَءُونَ الْقُرْآنَ لَا يُجَاوِزُ حَنَاجِرَهُمْ، يَمْرُقُونَ مِنَ الدِّينِ كَمَا يَمْرُقُ السَّهْمُ مِنَ الرَّمِيَّةِ، فَإِذَا لَقِيتُمُوهُمْ فَاقْتُلُوهُمْ، فَإِنَّ فِي قَتْلِهِمْ أَجْرًا، لِمَنْ قَتَلَهُمْ عِنْدَ اللهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ».ژباړه« ژباړه: « زرده چي په اخیره زمانه کې به یوه داسي ډله یا قوم راپیداشي :چي لاندې نښي به پکښي وي.کم عمره او تنکي ځوانان به وي. بې حکمته او نادان به وي. په ظاهر به ښي خبري کوي، احادیث او ښه اقوال به را نقلوي. قران شریف به لولي خو له مرۍ نه به یې نه ښکته کیږي .. خوارج به له ایمانه داسي خالي لاس له دنیا لاړ شي لکه غشی چي له ښکاره خالی ووځي. او چیرې مو وموندل دوی ووژنئ ،ځکه د قیامت په ورځ به د دوی وژونکو ته د الله جل جلاله له لوري اجر وي »

Share this:

Related Fatwas