د علم خاوندانو څخه پوښتنه
پوښتنه
افراطیان علم او علماوو ته څه نظر لري؟
ځواب
هغه نبوي طريقه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له خوا رامنځ ته شوې ده، د آنحضرتﷺ د پيروانو په روح کې دا ترسیخ کوي چې د دين معکوسه پوهه او د هغی مطابق عمل ونه کړي،بلکې په خلکو باندې د برترۍ ونکړي او پوهه ځان پوری انحصار نه کړي، له صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه یوه ته به چې کومه مسئله وړاندې شوه، نو له دې وېرې به یې ورڅخه تېښته کوله چې له علم پرته د دین په اړه ورڅخه څه ونه ويل شي.
خو بیا هم، د افراطي فکر خاوندان او ترهګر لیدل کیږي، چې که دوی د یوې موضوع په معنی یا د یو عمل پلي کولو په اړه پوهه ترلاسه کړي، نو ګورو چې دوی باور کوي هغه څه چې دوی پرې پوهیدلي دي حقیقت دی او نور فهمونه حقیقت نه دی؛
نو ځکه یې ګورو چې دوی د خپل دغه فهم لپاره د امامانو د هغه پیروانو څخه چې خپل مذهب ته تعصب کوی دوی ډیر تعصب کوي، چې د دې لپاره خبره شخړې، جګړي، وینو، او د ځمکې پر سر په فساد بدلوي.
په دې کې شک نشته چې د دې کار علاج هغو علماوو ته رجوع کې دی چې د خدای تعالی د دین د پوهیدو کلیدونه ورکړل شوي دي، هغه کسان چې منهج لرې او دوی سره هغه څه ترسیخ شوی چې ملکه ورته ویل کیږي او هغه ملکه چې دوی ته په شرعي نصوصو د نظر وړتیا ورکوي، الله تعالی فرمایلي: ﴿وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُولِي الْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ مِنْهُمْ﴾[النساء:83]. ژباړه: «په داسي حال کې چي كه دوى هغه (خبر) پېغمبر او د خپلې ډلي مسئولو كسانو ته ورسوي، نو پر هغه به داسي ډول خلك وپوهیږي چي د دوى په منځ کې د دې خبري وړتیا لري چي له هغې څخه سمه نتيجه(استنباط) واخيستلى شي »