د مالياتو او ګمرکي تادیو څخه تیښته
پوښتنه
د مالیاتو او ګمرکي تادیو څخه د تیښتې شرعي حکم څه دی؟
ځواب
د اسلامي شريعت له نظره د مالياتو او ګمرکي تادیو څخه تيښته روا نه ده او د هغو د کمولو لپاره رشوت ورکول هم جواز نه لري، همدا ډول با صلاحيته مامور بايد د مقرراتو او قوانينو سره سم په قیمتګزاری کې حقيقت په نظر کې ونيسي او خواهشاتو څخه ډډه وکړي.