د علماوو دنده
پوښتنه
آیا علماوو ته تل مراجعه کول واجب دي، او یا که ممکن ده چې انسان خپل ځان وپوښتي،او هغه څه چې لولي پیروي یې وکړي ؟
ځواب
د علم خاوندان هغه څوک دي چې خدائ تعالی د خپل دین د احکامو ساتونکي ټاکلي دي، نو په دوی لازمه وه چې د خلکو لپاره د هر بد بدي ښکاره کړي؛ ترڅو ځانونه ترې وژغوري په ځانګړې توګه که دوی له کفر او رذالت څخه داسي څه دعوت کوي چې دوی په هغه باندي ایمان لري، او په دې اړه ډېر دلیلونه راغلي دي، چې د الله تعالی دا قول هم پکې شامل دی: ﴿وَإِذْ أَخَذَ اللهُ مِيثَاقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَلَا تَكْتُمُونَهُ فَنَبَذُوهُ وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ وَاشْتَرَوْا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَبِئْسَ مَا يَشْتَرُونَ﴾[آل عمران: 187].
ژباړه: "دغو اهل كتابو ته هغه كلكه وعده هم ور ياده کړه چي الله ورڅخه اخيستې وه چي: تاسي به د كتاب لارښووني په خلكو کي هرو مرو خپروئ او نه به يې پټوئ. خو هغو كتاب شا ته وغورځوه او هغه یې په لږ بيه وپلوره. څومره ناكاره راکړه ورکړه ده چي دوى یې كوي".
او امام قرطبي رحمه الله ویل دی چې آیت شریف کې راغلی دی د هر هغه چا ته چې له کتاب څخه د څه شي په اړه علم ورکړل شوی وي، که څوک په یو څه پوهیږي، هغه دي نورو خلکو ته دي ورزده کړي، او د علم له پټولو څخه ځان وساتئ، ځکه هغه تباهي ده.
او محمد بن کعب ويلي دي چي: د يو عالم لپاره روا نه ده چې د خپل علم په اړه چپ پاتې شي، او نه هم جاهل د خپل ناپوهۍ پر وړاندې چوپ پاتې شي، او ابوهريره رضي الله عنه فرمايي: كه الله تعالى اهل كتابو ته عذاب نه واى ورکړی نو ما به درته هیڅ هم نه واي ويلي، بيا يې دا آيت ولوست: ﴿وَإِذْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ﴾.
ژباړه: "دغو اهل كتابو ته هغه كلكه وعده هم ور ياده کړه چي الله ورڅخه اخيستې وه ".
په کومه مسله کې چي خلکو ته مشکل پیدا شي نو د هغې د حل کولو لپاره د علماوو اقوال ته مراجعه کول واجب دی،
او د دې کې اصل دا دی چې دوی د اهل حل او عقد څخه دي، او دوی د اهل ذکر دي، الله تعالی فرمايي: ﴿فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُون﴾ [النحل: 43]، ژباړه: "له با خبرو خلكو څخه پوښتنه وکړئ، كه تاسي په خپله نه پوهېږئ"، او کامل عالم هغه دی چې د شریعت له کاملې پوهې سره یوځای د خلکو په واقعیتونو، شرایطو، دودونو او رواجونو باندي هم کامله ولري.