د ملت له اجماع څخه سرغړونه کول
پوښتنه
مهرباني وکړئ ځینې هغه مسایل روښانه کړئ چې افراطي ډلې پکې د ملت له اجماع څخه وتلې دي؟
ځواب
د ملت له اجماع څخه سرغړونه یو له هغو سر شیانو څخه دی چې د تکفیري او افرطي ډلو ذهنونه او روحونه باندی له خوارجو څخه نیولې بیا تر معاصرو تندلارو ډلو پورې مسلط دی، چې دا ډلې د خوارجو امتداد دی، او دي ته په هغه حدیث کې اشاره شوې چې دوی یې ډېر عبادت ګار او عمل کونکې ګڼلې خو سره له دي چي دوی مستقیم منهج پریښی؛ او د زید بن وهب الجهني څخه روایت چې په هغه لښکر کې وو چې له علي رضی الله عنه سره یو ځای وه، کوم چې خوارجو ته ورغلي وه، علي رضي الله عنه فرمايي: اې خلکو ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي دی: «يخرج قوم من أمتي يقرءون القرآن، ليس قراءتكم إلى قراءتهم بشيء، ولا صلاتكم إلى صلاتهم بشيء، ولا صيامكم إلى صيامهم بشيء، يقرءون القرآن يحسبون أنه لهم وهو عليهم، لا تجاوز صلاتهم تراقيهم، يمرقون من الإسلام كما يمرق السهم من الرمية» رواه مسلم.
ژباړه: "زما په امت کې به خلک راووځي چې قرآن به تلاوت کوي، او ستاسو تلاوت به د دوی د تلاوت په وړاندې هیڅ هم نه وي په ډېر والې کي، او نه ستا لمونځ به هم هغوی د لمانځه په مقابل هیڅ وي ، او ستاسو روژې د دوی د روژو په په مقابل کې هیڅ شی نه وی، او دوۍ قرآن لولي او فکر به کوي چې دا د دوی لپاره دلیل دی په داسی حال کې دا په دوۍ باندي دلیل وي، او د دوۍ لمونځونه د دوۍ له ستونو څخه نه تیریږي، او دوی اسلام دومره زر پریږدي لکه تیر خپل هدف پریږدي"
د دې کار نښې:
د دې چلیند نښانې د معاصرو ډلو ترمنځ په ځینو شیانو کې لیدل کیږي، یو دهغو نښانو څخه: د مسلمانو اصلي مراجعو خلاف ځانته جلا مراجع غوره کول، تاسو ګورئ چې دوی د ځینو علماوو څخه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره تکیه کوي ترڅو د دوی څخه زده کړي نه د نورو څخه، حتی په هغه کسانو باندې نیوکه کوي چې دوی ورسره مخالف دي، او د ځینو په خبرو پوهیدل په داسې ډول درک کوي چې دوی یې نه غواړي. د دوی د غوښتنو سره سم.او تاسو ګورئ چې دوۍ د ځینو عالمانو څخه د معلوماتو ترلاسه کولو باندي تکیه کوي ترڅو یو عالم ځانته غوره کړي او ورڅخه زده کړه وکړي، او نه د نورو څخه، او بلکې په خپلو مخالفینو بې معنا نیوکه کوي، او د ځینو په خبرو ناسم پوهېدل ترڅو ده د دوۍ د هواهشاتو سره سمون وخوري.
او همدارنګه بل نښه ېي دا دی: د مسلمانو په علماوو تهمتونه تړل چې ګویا که دوۍ د سلطان عالمان دي، او دوۍ هر هغه څوک په دي تورنوي چې په دولت کې رسمي مذهبي دنده ولري، او دا صفت په خپل سري سره په علماوو باندي ورټپل.
او بل نښه دهغوئ نښانونه: او د خلکو دین داري په بدعت تور نول، او دا د هغه څه سره مخالف دی چې صحیح دي، او کله چې د هر مسلې څیړنه کوي د اقوالو په اخیستو تکیه کوی او له نورو څخه یې نه اخلي بلکه په نورو تورونه لګوي،او ځینو له اقوالو څخه د هغوی د مراد خلاف فهم اخلې چې د دوی د خواهشاتو موافق وي.
لکه علماء په د حاکمان په عالمانو تورنه وي او دوی هر هغه عالم ته دا خطاب کوی چې په دولت کې کومه رسمی دینې وظیفه ولري او په سره دوی د هغوی تحقیر کوی.
او همدارنکه لکه د خلکو تدین په بدعت تورنولو زیاتوالی کول او داچې د دوی په حقه نه دي، او او كومه مسله كې چې دوی پکې خلک په بدعت تورنه وي، لیدل کیږي چې د علماوو اقوال موجود دی چې ممکن د اقوالو شمیر اتو او یا ډیرو ته ورسیږي، او مقلد لکه څنګه چې ثابته ده د خپل مفتي په مذهب عمل کوي، او مفتي دا حق لري چې د مجتهدانو له اقوال څخه هغه څه غوره کړي چې د مکلفینو عمل سمه وي؛ او دا د دي لپاره چي د شرعي سرغړونو څخه مخنیوي وشي، او مفتی دا د هغه اصولو او قاعدو مطابق کوی چي هغ د شرعي نصوص په پوهاوي کې ورڅخه ګټه اخلي، او پدي سره خلک له بدعته په تورنیدو ژغوري؛ او دا برعکس دی د هغو ډلو چې هغوئ تاوتریخوالی د خپل منهج په توګه غوره کړې، او دا ځکه چي دوی د خپل ځان لپاره خاص مراجع غوره کړي دي، چې دوی یې ترېنه صرف نظر نه کوي، او د پیړیو په اوږدو کې د مسلمان علماوو لخوا منل شوي ثات منهج پریږدي.