له واقعیت څخه د تکفیری ډلو لري کیدل
پوښتنه
مونږ ګورو ډیری مظاهر چې تکفیري ډلو جوړ کړي د ټولنې له عادي نښانو څخه جلا دي، که هغه د جامو، او عادي ژوند او یا د افکارو په برخه کې وي ، نو د دې اصل لامل څه دی؟
ځواب
افراطي او ترهګریز حرکتونه، په دي باور دي او یا څوک چې د دوی ملاتړ کوي، او د دوی تر شا ولاړ دي، كومو چې مونږ د " تمثيل الوارد " نظریه په نوم هم نو نومولی شو او یا چې ځینې ورته اقدار شبیه هم وايي، او مراد یې دا دی چې دوی واقعیت او وضعیت په داسې ډول جوړوي، کوم چې په شرعي نصوصو کې راغلي دي، ترڅو دا ادعا وکړي چې د نصوصو هدف د دوی ډله ده نه نور څوک، او یا دوی هم په کې شامل دي.
او د افراطي ډلو دې طرحه کې ستونزه داده چې دوی په داسی شرعي نصوصو بنا کړې چې هغه نصوص د مخلتف شرایطو لپاره راغلي دي، او یا په تاریخي توګه ذکر شوي آثار دي، او دوی د هغه راغلو نصوصو بیا تمثیل کوی چي ګویا د دې نصوصو له تطبیق څخه مراد دوی دي، او د دې خبرې ډېرې بېلګې موجود دي لکه هغه نصوص چې د هغو غیبي پېښو د بيان په توګه راغلي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغو باره کې خبر ورکړې دی د هغه څه په اړه چي الله جل جلاله خپل خوږ نبي کریم صلی الله علیه وسلم د هغه نبوت د مقام لپاره خبر ور کړې وو.
لکه د بېلګې په توګه په اسلامي نړۍ کې تور بيرغونه راښکاره شول، او دا ځکه چې دغه ډله د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د دي قول تمثیل وګري چي وایي: «إِذَا رَأَيْتُمُ الرَّايَاتِ السُّودَ قَدْ جَاءَتْ مِنْ قِبَلِ خُرَاسَانَ، فَأْتُوهَا؛ فَإِنَّ فِيهَا خَلِيفَةَ اللهِ الْمَهْدِيَّ».
ژباړه: "که له خراسان څخه راتلونکي تور بيرغونه وويني، نو دهغې تابعداري ته راشۍ، ځکه چې په هغه کې د خدائ تعالی خلیفه مهدي دی".
نو دوی د دي حدیث تمثیل شرو کړ او د خلک په وړاندې د تور بیرغونو سره را ووتل ترڅو په دوی خلکو راټول شي، چې ګویا د دې حدیث د تطبیق مراد دوی دي.
. او د وخت په تیریدو سره، په خلکو کې مختلفې ډلې را څرګندیږي، او داسې بیرغونه پورته کوي ترڅو چي په دي اړه د راغلې دلیل تمثیل وکړي.
او په دې زمانه کې مونږ ګورو چې د جهادي ډلو ځینې غړي ځینې احادیث چې د اخبار په توګه راغلي دي هغه عملي کوي، او د هغې څخه شرعي واجب حکم جوړه وي.