په اسلام کې د دولت مفهوم
پوښتنه
په اسلام کې د دولت مفهوم څه دی او تروریستي ډلو څنګه له دې مفهوم څخه انحراف کوي او په ډله ېی بدله کړه؟
ځواب
په اسلام کې دولت له دریو اساسي عناصرو څخه جوړ دی، د دغو عناصرو لومړی: ځمکه: یو معینه جغرافيائی سیمه ده، دویم عنصر یې: خلک دي :هغوی د دې سیمي اوسیدونکي دي، ځینو فقهاء بیا شرط ګڼي چې اکثریت یې مسلمانان وي، او دریم یې: نظام دی، چې هغه د اصولو او قواعدو یوه ټولګه چې د واکمن او د وګړو ترمنځ اړیکې، د وګړوپه خپل مینځ کې اړیکې، او د دولت له نور دولتونو سره اړیکې تنظیموي، په اسلامي دولت کې، دا قواعد د اسلام له قطعي احکامو څخه اخیستل شوي وي،چې په اساسي قانون کې د شریعت د اساساتو په نامه یادیږي.
خو تروریستي ډلې بیا هغه بشري ډلې دي چې د خپل شا او خوا خلکو سره د ضد او مقابلې ایدیالوژي لري،هغو د غربی، عربي او اسلامي هېوادونو له نظامونو واکمنانو او خلک سره دښمني کوي، خو دا ډلې اکثرا په داخل کې هم ویشل شوي یې او یو له بل سره دښمني لري، دا ځکه چې د دوی فکر په دې ترکیز لري چې په تاوتریخوالي سره واقعیت بدل کړي،او بیا په دروغو اعاء کوي چې د رسول الله ﷺ او د سلفو په طریقه دي، خو دوی په بدن کې د سرطان د حجرو په شان دي.