په تاریخي پیښو کې د افراطیت نښانې

Egypt's Dar Al-Ifta

په تاریخي پیښو کې د افراطیت نښانې

پوښتنه

آیا په اسلامي تاریخ کې د افراطي فکر بیلګې ښودلی شئ؟

ځواب

د اسلام تاریخ له داسی دریځونو ډک دی چې لاریوانو یې په فکر او یا عمل کې تشدد خپل کړی دی او خو هغوی سره  په ډېر حکمت او دقت چلند او علاج یې شوی دی؛ له دې جملې څخه د هغو درېو کسانو کيسه ده چې د رسول اللهﷺ کور ته راغلل،او د هغه د عبادت په اړه يې پوښتنه وکړه، نو کله چې ورته خبر ورکړل شو، نو داسې وه لکه هغوى ته چې كم مالو شوي وي، نو ویې ویل: مونږ چیرته او رسول اللهﷺ چیرته؟  هغه ته  مخکني او راتلونکي ګناهونه بخښل شوي دي، يو يې وويل: زه به تل ټوله شپه عبادت کوم، بل یې وويل: زه به ټول وخت روژه نيسم او هيڅکله به روژه نه ماتوم، بل یې وويل: زه به له ښځو څخه ليرې پاتې شم او  هیڅکله به واده ونه کړم.

نو رسول اللهﷺ چې هغوی ته راغلی ورته ویې ویل: «آبا تاسو هغه کسان یاست چې داسې او داسی مو ویلي، په خدای قسم چې زه له تاسو څخه تر ټولو زیات له اللهﷻ ویریدونکی او پرهېزګار یم. خو زه روژه نيسم او روژه ماتوم، لمونځ کوم او ويده کیږم او له ښځو سره واده کوم، څوک چې زما له سنتو څخه مخ واړوي زما (امت)څخه نه دی».

په اوسني عصر کې د تشدد له بېلګو څخه دا دي: چې د ځینې هغه حرکتونو یې ترسره کوی چې په دین کې د تشدد او افراط لپاره ریښه جوړي او د دې لپاره کار کوي چې له دې څخه د دین یو نښه، ځانګړنه او شعار جوړ کړي، لکه د ځینو مواردو لمانځل منع کول چې کیدای شی د شریعت له نظره ښه ګڼل شوی وي، لکه د پېغمبر اکرمﷺ د ميلاد لمانځل او يا د هغه څه لمانځل چې په شريعت کې د هغې د حرام والی کوم دليل نه وې لکه د مور د ورځې لمانځل او یا د شم نسيم  لمانځل منع کول او داسې نوري چارې چې شریعت د هغی باره کې سکوت کړی، او حرام والی یې قطعي نه وي.

دا حرکتونه د دې منظمو تشددو او سختیو له لارې هڅه کوي چې خپلې کلتوري منظومي ته چې د دین په اصولو باندی د ټنګوالي ادعا کوي یو ځانګړې او خاصه بڼه ورکړي،  په داسې حال کې چې دوی د دین اصولو څخه ترټولو لرې دي.

Share this:

Related Fatwas