افراطیت ډولونه

Egypt's Dar Al-Ifta

افراطیت ډولونه

پوښتنه

تاوتریخوالی افراطیت څه دی او څنګه پرې پوهه شو؟

ځواب

د تاوتریخوالی افراطیت د افراطیت په سر کې قرار لري، او په دې مرحله کې هغه نظریات، افکار او فتواګانی د افراطیانو لخوا د خپلو موخو او اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د تاوتریخوالی اعمالو ته اړول کیږي.

د تاوتریخوالی افراطیت د یوې پرلپسې او دوامداره پروسې پایله ده چې د هغه  بدلیدونکي طبیعت او د انفرادي او ټولنیزو سیاقونو څخه د لوی تنوع له امله لري یې نه دریږي او نه آرام کيږي، چې دا طبیعت يې په دې مرحلې او هغی ته د انتقال په انعطاف باندي خپل انتخابونه لازم کوي.

د یادولو وړ ده چې دا مرحله د بلې مرحلې پورې تړلې مرحله نه ده، بلکه دا هغه مرحله ده چې د جرم او تاوتریخوالی ترټولو لوړې کچې څرګندونه کوي، چې کله فرد په مستقیم ډول پرته له کومې مقدمې یا چمتوال  څخه ورته ورسیږي، او یا ممکنه ده  د یو فورې سربازګیرۍ د پروسې په پایله کې ورسیږلی وی چیرې هغه شخص د اساسی مسلو په اړه د خپلو هغو  نظریاتو او مفکورې په اړه بیا کتنی ته اړ کیږي چې د تندلارو نظریاتو ترمحور لاندې وي.

له همدې امله، د تاوتریخوالی افراطیت د یوې ځانګړې ایډیالوژۍ محصول نه دی، بلکې دا اصلا د ایډیالوژي محصول نه دی.

ځکه چې افراطي کړنې کیدای شي د فرقه ایزو ضرورتونو، سیاسي غوښتنو، یا حتی د نفرت له امله رامینځته شوي فتنو له امله چې په حقیقت کې د فکر یا ایډیالوژۍ پر بنسټ نه وي.

او همدا راز هغه افراطیت چې د یوې ایډیالوژۍ په پایله کې منځ ته راځي د یوې ځانګړې ایډیالوژۍ تابع نه وي، ځکه چې هره ایډیالوژي د تاوتریخوالي افراطیت د رامینځته کولو توان لري، نو له همدې امله د تاوتریخوالی افراطیت د تروریزم په پرتله پراخه څانګه ده، ځکه چې پدې کې هغه تاوتریخوالی هم شامل دی چې د فکر یا ایدیولوژۍ پر بنسټ نه وي.

Share this:

Related Fatwas