د افراطیت د خپریدو عوامل

Egypt's Dar Al-Ifta

د افراطیت د خپریدو عوامل

پوښتنه

افراطي سازمانونه د خپلو تروریستي افکارو او اعمالو د خپرولو لپاره په کومو عواملو تکیه کوي؟

ځواب

افراطي سازمانونه په متعددو عواملو تکیه کوي چې د خپلو جرمي فعالیتونو د پراخوالی په زیاتیدو او خپریدو  هڅه کې ورڅخه استفاده کوي، د اصلي عامل ترڅنګ چې هغه فکري ایډیالوژي ده، افراطي سازمانونه هڅه کوي چې یو بل عامل ته پام وکړي چې د افراطیت د فکر او ایډیالوژۍ څخه یې خطر کم نه دی، چې هغه د اړیکو د شبکو عامل دی، د اړیکو شبکې د دې سازمانونو لپاره نامحدود مادي او بشري ملاتړ چمتو کوي، او په ځینو مواردو کې دا د تروریستي سازمانونو په خطر کې ترټولو سخت رقم وي.

د اړیکو شبکې بیلګي چې ترهګریز سازمانونه ترې ګټه پورته کوي متعددې دي، دا شبکې اکثرا د بانډونو او جنایتکارو ډلو څخه عبارت وي، او طبیعي ده چې دا د افراطي حرکتونو سره د مقابلې د ستراتیژیو ننګونې او پیچلتیاوې زیاتوي. د تروريستي سازمانونو او نورو جنايتکارو ډلو ترمنځ تړون د تمويل سترې سرچينې برابروي، او کله ناکله د افراطي عناصرو د جذب او لېږد زمينه برابرول آسانه کوي. د دې شبکو ترټولو مهم ډولونه دا دي:

د نشه يي توکو د قاچاق ډلې، د لرغونو آثارو د قاچاق او سوداګرۍ ډلې، د ناقانونه کډوالۍ سازمانونه.

د افراطي فکر پلویان په دې توانیدلي چې له دې لارې یو شمیر اهداف ترلاسه کړي، چې مهم یې  پروپاګند او سربازګیري ده، او له هغو ځوانانو سره د اړیکو  هڅه چې غواړي له دې ډلو سره یوځای شي، دې اړیکو په حقیقت کې د نړۍ مختلفو برخو څخه د لوی شمیر خلکو د یوځای کیدو او تګ راتګ زمینه برابره کړې ده چې له مخګې ټاکل شویو ځایونو کې جګړه وکړي.

Share this:

Related Fatwas