فکري ترهګړي
پوښتنه
د تکفیری جریانونو په نزد کې د فکری ترهګرۍ په بهیر څنګه وپوهیږو؟
ځواب
افراطي شخصیت نشي کولی چي د هرې هغې مسلې په اړه نقدي تحلیلي بحث رامینځته کړي چې هغه د دوی د منهج اساسي ټکې بلل کیږي، او له همدې امله دوی د فکري ترهګرۍ طریقه غوره کړې او د فکري مخالفت په صورت کې په مقابل لوري چمتو شوي تورونه پورې کوي، د بېلګې په توګه: که يو شخص د يو تندلاري مخالفت وکړي او هغه ته د قناعت ورکولو کوښښ وکړي چې په هیواد کې له غير مسلمو اوسیدونکو سره ښه سلوک کول د اسلامي شريعت له واجباتو څخه ده چې شریعت دې کار ته بلنه کړې، او د کرکې د بیان او دې ته د ورته نورو شیانو مخالف يې کړې، نو افراطي تندلاری غالبا په دې بحث کې له فکري ترهګرۍ څخه کار اخلي، دی به ووایي: دا کافران دي او هغه څه چې ته یې د ثابتولو هڅه کوئ د الله تعالی له حکم سره مخالفت دی، او الله تعالی فرمايي: {أَلَمْ يَعْلَمُوا أَنَّهُ مَنْ يُحَادِدِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَأَنَّ لَهُ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدًا فِيهَا ذَلِكَ الْخِزْيُ الْعَظِيمُ} [التوبة: 63]ژباړه: "آيا دوى ته معلومات نشته چي څوك چي له الله او پېغمبر سره مقابله كوي، د هغه لپاره د دوږخ اور دى چي د تل لپاره به په کې اوسیږي؟- دا ډېره لويه رسوايي ده"،
او افراطي تل هڅه کوي چې بحث کوونکي وویروي او په هغه بې بنسټه تورونه ولګوي او همداسي نور.
بې معنی شعارونه او تحریف شوې جملې کارول:
او له همدې امله له افراطيت سره د مقابلی فکري ننګونې خورا ډیرې دي، ځکه چې دوی د خپلو کړنو اهدافو او د هغو وضعیتو د پایلو په اړه چې دوی یې په لټه کې دي د پوښتنو ریښتیني ځواب اکثرا دوی په ذهنونو کې نه مومي، نو له همدې امله، د حل لاره د هغو شعارونو او تحریف شوې جملې کارول دي، چې د دوی او د دوی د ډلو د دریځ ملاتړ کوي.