د اضطهاد عقده
پوښتنه
د تعذیب او زجر عقده او د الهي عذاب مفکورې د افراطي حرکتونو په نظریاتو څه اغیزه کړې؟
ځواب
د زجر او تعذیب عقده د یو افراطي شخص لپاره د روانی توافق حالت د رامنځته کولو لپاره اړین ځانګړتیا ده؛ او دا ځکه چې د ده افراطي سلوک او افکار د شاوخوا چاپیریال لخوا په پراخه کچه غندنې او انکار سره مخامخ کیږي او دا منفي احساسات هغه ته د نږدې ټولنیزو حلقو لکه د هغه کورنۍ څخه هم رسیږي، د دې لپاره چې افراطي د هغه او د هغه د چلند څخه د عمومي ناخوښۍ حالت لپاره توجیه پیدا کړي، نو دې عقیده رجوع کوي چې هغه په تعذیب او زجر کې دی او دا حالت سنت دی، او هغه په خپل دین باندي منګولې لګولې دي، او څوک چې په خپل دین باندي منګولې ولګوي نو دهغې مثال هغه چا شان دی "لکه سرکروټه یې چې په خپل لاس کي نیولې وي"، نو ځکه چې هغه دینداره دی د هغه "جاهله" ټولنه باید د هغې سره دښمني وکړي او همدارنګه که فرصت برابر شي ده ته به زجر هم ورکړي.
له همدې امله، افراطي تل د هغي لارې چې پري روان دی د سموالي او د هغي لارې چې نور خلک پري روان دي که هغوی له ده سره په دین کې اختلاف ولري او یا ورسره موافق وي د ګمراهۍ لپاره الهي دلیل ته اړتیا لري، او له همدې امله افراطيان د الهي عذاب نظریې څخه د خپلو افکار او منهجونو په هر موقف کې د رشتیا والې لپاره د یو ښه دلیل په توګه کار اخلي، د مثال په توګه داعش په چین او بیا په ځینو اروپایی هیوادونو کې لکه ایټالیا او اسپانیا کې د کورونا ویروس د خپریدو په پیل کې یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي وو چې دا ناروغي د "صلیبي جنګیالیو قومونو لپاره د خدای لخوا دردناک عذاب دی "، او دا البته مخکې له دې چې دا وبا ټوله نړۍ له ضرر سره مخ کړي، او په ټولو اسلامي هیوادونو کې خپره شي.