د افراطیانو فتواوې
پوښتنه
تکفیریان اکثراً د بې بنسټه او غیر معتدله فتواګانو لړۍ خپروي، نو مهربانی وکړی په دې اړه یو څه رڼا واچوئ؟
ځواب
ډیری افراطي اشخاص د فتوا صادرولو ته مخ کوي پرته له دې چې د دې لپاره لږ تر لږه وړتیا هم ولري،
او دوی له دې څخه د پارونکو فتواګانو د خپرولو او په خپلو ژبو د هغې په بیا بیان کې استفاده کوي، ترڅو وکولی شې خپله د تشدد غوښته د حرام په دایره کې پراخي له لاری ترلاسه کړي او په دې کې شک نشته چې دا کار دوی ډیرو ناورینونو سره مخ کوي لکه:
تعصب او جمودیت:
او دا د افراطي شخصیټ تر ټولو خاصو ځانګړتیاوې څخه دي، ځکه چي افراطي شخص تل خپلې ټولې هڅې د هغه څه د دفاع لپاره وقف کوي چي هغه پرې باور لري، او همدارنګه هغه جامد هم وي، انعطاف ته او ټولنې سره تکامل ته هم اړتیا لري.
او خپلو مخالفینو او منتقدینو ته د اشرارو په سترګه کتلو ته تمایل درلودل:
او د افراطیانو لپاره د هغوی مخالفین یوازې د بدو خلکو یوه ډله ده، چي نه اخلاق لري، او همدا رنګه نه اخلاص او نه امانتداری لري، او دوی مقابل لورې ته همېش د ضعیف او د له نفرت د ډکو خلکو په نظر په ګوري، چي د سختو زړونو او د ناسم چلند خاوندان دي،
او چې دینداری او تقوا نه لري،او دا یوازې د دي لپاره نه چي دوی په اقوالو باورونو او چلند کې دوی سره موافقه نه دی بلکې د دې لپاره هم چې دوی چارو ته له هغوی څخه په مختلفه توګه نظری لري او د دوی ارزښتونه د چې د هغوی له ارزښتونو سره مخالف او په رقابت کې دی.
ذهنی فشار:
نو افراطي شخص په دوامداره توګه د غوسې په حالت کې وي، او دا د ده په مزاجي حالت کې د اختلال او بدلون لامل ګرځیږي، چي سربیره په دې افراطی په دوامداره ټوګه په ذهنی فشار او پریشانې کې ژوند کوي، ځکه چي هغه د ټولنیزو معیارونو څخه انحراف، او په ټولنه کې موجود نظام، ارزښتونو، او دودونوته ته سپکاوی کړی وي.