ځانمرګي عملیات
پوښتنه
آیا د ترهګرو ډلو لخوا کیدونکې ځانمرګي عملیات په اسلام کې روا دي؟
ځواب
دا له هیچا پټه نه ده چې د ترهګرو ډلو لخوا ترسره کېدونکي ځانمرګي بریدونه د ټولنې د مختلفو برخو څخه خوندي او بې ګناه خلک په نښه کوي، همدارنګه د دې ډلو دا نظر چې هغه کسان چې د دوی سره مخالفت کوي، کافر او د مرګ مستحق دي، یو منحرف نظر دی، چې اسلام نه منعکس کوي. او نه هم د هغه شريعت استارزولي کوي، چې ټولې نړۍ ته يې د امنيت، ثبات او سوله پیغام راوړی.
او شريعت په عموم کې د وينې تويولو څخه منعه کړې، الله تعالی فرمايي: ﴿مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا﴾ [المائدة: 32]، ژباړه:« چا چي يو انسان د ويني له بدلې يا په ځمکه کې له فساد خورولو پرته (په ناحقه) وواژه، داسي ده لكه هغه چي ټول انسانان ووژل او چا چي څوك له مرګه وژغوره، داسي ده لكه هغه چي ټولو انسانانو ته ژوند ور وبښه»، هغه څه چې دا ډلې ترسره کوي د شريعت له موخو سره په ټکر کې دي، چې تر ټولو مهمه يې د انسان د ژوند ساتنه او درناوى دى، په حقيقت کې دغه عمليات د اسلام او مسلمانانو د تصوير د خرابول ګنل کیږي. ځکه په دې کار کې ناحقه وینه تویول او رواکول دي.
نو په دې اساس: دا عملیات په اسلام کې مشروعیت نلري.