د ترور علملیات
پوښتنه
آیا د افراطي ډلو په څیر د ترور علملیات ترسره كول جواز لري؟
ځواب
د دې ډول عملیاتو ترسره کول جواز نه لري، ځکه چې دا د سپڅلی شريعت له مقاصدو سره په ټکر کې دي، چي دهغو مقاصدو څخه یو د ژوند ساتنه ده، چې خدائ ﷻ په هغه باندي تیری کول حرام کړي مګر په حق سره؛ لکه قصاص كول یا له يرغلګر سره جګړه کول، او که څوک دا کار وکړي، په اسلام کې د هغه حکم د قصدي قتل حکم دی؛ ځکه چې په قصدي توګه په ناحق ژوند اخیستل، فريب، او هغه ته كمين نيول دي، په دي اړه اللهﷻ فرمايي: ﴿وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا﴾ [النساء: 93]، ژباړه: «او هغه څوك چي كوم مؤمن له پوهي او ادراك سره سره ووژني، نو د هغه سزا دوږخ دى چي په هغه کې به د تل لپاره استوګن وي، پر هغه د الله غضب او لعنت دى او الله د هغه لپاره لوى عذاب تيار کړی دى»، همدارنګه د مسلمان او غير مسلمان د ناحق وژلو په حکم کې هېڅ فرق نشته؛ لکه څنګه چي رسول اللهﷺ د حارث بن سوید رضي الله عنه د عذر منلو څخه انکار وکړ چې المجذر بن زیاد غیلة کافر یې وژلې وو.
او پدې کې د فساد معنی هم شامله ده، چي هغه د وینې ضایع کول، او د امنیت خرابيدل او ثبات له منځه وړل دی، او له همدې امله، دا د حرابه په ډولونو کې شاملیږي، چې په اسلام کې حرام دي، په لنډه توګه، د دې ډلو لخوا ترسره كیدونکي ترورونه د دین او قانون له مخې جرم ګڼل کیږي، او تر ټولو سخته سزا ورکول کیږي.