د اجتهاد شرطونه
پوښتنه
اجتهاد څه دی او شرایط یې څه دي؟
ځواب
اجتهاد د یو څه د لاسته راوړلو لپاره پوره وسعه کارولو او یا د یوي چارې ترلاسته کولو لپاره هڅې ته ویل کیږي، او دلته د قرآن کریم او سنت نبوي څخه د اخیستل شويو دلایلو تر مینځ د ترجیح لپاره هڅه کول دي ترڅو د هغې څخه شرعي احکام راوباسي، او هغه له واقعتونو سره برابر او پرې تطبیق یې کړي.
په معتبرو اصولو ولاړ د دې اجتهاد ترلاسه کولو لپاره، علماوو د هغه چا لپاره مهم شرطونه وضع کړي دي چې دا کار ترسره کوي، ترڅو د اجتهاد بنا په علمي او منظمو معیارونو ولاړه وي.
د هغو له جملې څخه د قرانکریم په آیتونو په ځانګړې توګه د احکامو آیتونو او د نبوي احادیثو او د هغې په ناسخ او یا منسوخ باندې پوهيدل، په د فقه او اصولو پوره پیژنږلوي، د علوم حدیث سره آشنایي په جرح او تعدیل پوهیدل تر څو د صحیح او مردود ترمنځ توپیر وکړی شي. او په هغه احکامو چې اجماع شوی او په هغو کې اختلاف موجود وي پوهیدل، نو مجتهد ته روا نه ده چې د اجماع مخالفت وکړي او هغه باید په عربي ژبه کې د کلمات په دلالت او په عربو اسلوبونو پوهاوی ولري. ترڅو په دې پوه وي چې د لفظ په سمې معنا پوهیدلی او التباس کې نه دی واقع شوی، او څوک چې په عربي ژبه نه پوهېږي د هغه په علم او اجتهاد باور نه کېږي. همدارنګه د شریعت له نورو سرچینو لکه عرف او قیاس سره بلدتیا او د تعارض په صورت کې د دلایلو ترمنځ د جمع وړتیا هم ولري. او له دې د مخه، هغه باید یو متخصص وي، چې د علماوو او د یو رسمي دیني بنسټ لخوا چې د منهجې تیارۍ او شرعي تدریس مسئولیت ولري پیژندل شوی وي