د اشاعره وو پیژندنه

Egypt's Dar Al-Ifta

د اشاعره وو پیژندنه

پوښتنه

اشاعره څوک دي او د هغو کسانو حکم څه دی چې دوی ته د جهميه معطله وایي؟

ځواب

 په پیل کې باید ووایو، اشاعره حضرات هغه کسان دي چې د سلفو عقیده یې لکه څنګه چې ده تشریح کړه او د هغې د ملاتړ لپاره یې دلیلونه، براهین او حجتونونه وړاندې کړل او اسلام ته منسوبو د خواهشاتو تابع او ګمراه شویو فرقو او هغه غیر مسلم ملحدین چي په عقیده کې یې هغوی سره مجادله کوله په وړاندې یې د سلفو بیرغ پورته کړ. اشاعره وو په عقلي استدلال داسی منهج مخته ونیولی چې د نقل او عقل دواړو ترمنځ جمع کوي او ظنی  قطعي ته ورګرځوي، او دوی د عقیدې د اصولو په ثابتولو کې ظني دلایل نه مني، او د پیړیو په اږدو  د جمهورو مسلمانانو امامانو د دوی د عقیدوي م‍ذهب پیروي کړې، دوی د امت اکثریت او منصوره فرقه ده او د دوی عقیده د اکثریت مسلمانان سلف او خلف عقیده ده، اسلامي پوهنتونونه دوی تګلاره په تدریس، منهج او عقیده تعقیب وي. اشاعره امام ابو الحسن اشعري ته نسبت دی، او عقیدوې مذهب هم هغه ته منسوبه ​​ده. او امام اشعري رحمه الله د سلفو صالحو عقيده هغه شان  بارزه کړه لکه څنګه چې د رسول اللهﷺ صحابه کرامو او تابعينو په زمانه کې موجوده وه، هغه ګمراه ډلو سره مناظرې وکړې او د هغه په ​​واسطه خدای د اهل سنت د عقیدې نصرت وکړ،

لکه څنګه چې امام المرتضی الزبیدي رحمه الله فرمايي:« که چېرې د اهل السنة والجماعت اصطلاح وکارول شي، نو د هغوی څخه مراد اشاعره او ماتریديه دي» پر دې سربیره اشاعره چې امام ابو الحسن اشعري یې مشري کوله، د معتزله فرقې او د هغوی د هغو څرګندونو په وړاندې غبرګون وه د دې ډلې افراطیانو داسې نظریات درلودل چې له زیادروی، افراط او ګمراهۍ څخه خالي نه وو،

نو څوک چې اشعري والۍ له ځان څخه نه نفی وي، داسې ده لکه د خپل ځان په اړه چې د حال په ژبه دا وايي: "زه معتزلي یم".

او څوک چې د دوی اړه دا وایې چې دوی جهمیه د اللهﷻد صفاتو معطلوونکي معطله دي، هغوی جاهل او ګمراهان دي او د اشاعره حضراتو د عقیدې په اړه په هیڅ خبر نه دي.

Share this:

Related Fatwas