د مړي خښول
پوښتنه
د مړو د دفن شرعي قواعد څه دي؟
ځواب
د مړي ښخول فرض کفائی دي، په شرعی قبر کې چې د مړي ښخولو لپاره مناسب وي دا اړین چې د مرګ څخه وروسته د بدن درناوۍ په کې وشي، او له تیري څخه یې خوندي کړي او هغه بدلونونه چې ورپیښیږي پټ وساتي. او د مړي ښخولو پوري مربوط مسایل به لاندې ټول دي:
1) د مړي په ښخولو کې مستحب ده، چې قبر ته له ښکته کولو وروسته په ښي اړخ کېښودل شي.
2) د مړي مخ، سينه او خيټه بايد قبلې ته وګرځول شي، او له قبلې پرته بل خوا ته یې مخ اړول حرام دي.
3) د مړي دفن که په شګه او یا خاورو کې وي ضرر نه لري، ځکه چې دا ټول روا دي.