د منکر بدلول
پوښتنه
آیا ترهګرې ډلې واقعا هغه څه عملي کوي چې الأمر بالمعروف والنهي عن المنكر ویل کیږي ؟
ځواب
د منکر بدلول د شرعیت غوښتنه ده، خو چې دا د اهل څخه او په ځانګړو شرطونو وي، او د منګر د بدلولو مختلفي لارې دي، او چې په دي تغیر سره او د بدی په لیرې کولو سره ښه نتیجه مرتب شي، او کله ممکن د دې بدلون په پایله کې زیان وي، لکه وسلې پورته کول او داسې نور، او له همدې امله، شرعیت د منکر بدلون مراتب بیان کړي، او همدا راز علماوو هم په دې اړه په تفصیل سره خبرې کړي، او ځینې قیدونه یې بیان کړي چې په نصوصو کې مطلق ذکر شوي.
که چیرې د وسلو د پوره کولو خبر وي نو په دې حال کې د منکر تغییر حاکم ته سپارل کیږي، تر څو د منکر لرې کول تر هغې د لوئ منکر د واقع کیدو لامل نشي، او د دې دلیل د خدای تعالی په کلام کې د دې خبرداري ذکر دي: ﴿وَلَا تَسُبُّوا الَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ فَيَسُبُّوا اللَّهَ عَدْوًا بِغَيْرِ عِلْمٍ﴾ [الأنعام: 108].
ژباړه: "او (اې مؤمنانو!) هغو معبودانو ته ښکنځل مه كوئ چي دا خلك يې له الله پرته بلي (عبادت يې کوي)، چيري داسي ونه شي چي دوى هم په ناحقه، د ناپوهۍ له امله الله ته ښکنځل وکړي".
نو د ضرر دفع یې د مصلحت په جلب مخکي کړې ده.
او د منکر څخه په لاس سره منع د وخت مسؤلینو دنده ده، او پاتې نور خلک به منع په ژبې سره کوي، او یو مسلمان باید په هره ممکنه طریقه کې دمنکر بدلون راولي، او د منکر په مخنیوي کې نرمښت وکړي، ځکه دا د هغه د خبرې د منلو او د شر د لرې کیدلو لامل ګرځي، او په دی کي به هغه د نورو څخه مرسته غواړي که چیرې هغه د وسلو د پوره کیدو او د جنګ له جوړېدولو د فتنه ویره نه وه،او په یوازی یې توان نخ درلود دی، او که هغه د دې کار توان نه درلود، نو بیا به هغه دوخت ولي امر یا اړونده ادارو ته سپارښتنه کوي، او که هغو ونشيو کولی دا کار وکړي، نو هغه دې به بیا په زړه کي بد وګڼې.